د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک او د واکسین په اړه د غلطو معلوماتو پر وړاندې مبارزه


د روغتیا نړیوال سازمان د فیسبوک د تازه ژمنې هرکلی کړی چې غواړي په فیسبوک او انستگرام کې د واکسین په هکله خپلو گډونوالو ته دقیق او باوري معلومات وړاندې کړي او ناسم معلومات محدود کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته فیسبوک ژمنه کړې ده چې دغه معلومات په څو ژبو وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي هغو خلکو ته د مهمو پیغامونو رسول چې ورته اړتیا لري خورا مهم دي او "لوی ټولینرې رسنۍ مسؤلې دي چې د واکسینونو او روغتیا په اړه موثقو اسنادو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي".

د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین په هکله غلط او ناموثق معلومات "یو ستر نړیوال روغتیایي گواښ" گڼلی چې ددغه سازمان په باور کولای شي د مخنیوي وړ امراضو په وړاندې د مبارزې په برخه کې په لسگونو پرمختیاوی ناکامه کړي.

فیسبوک ویلي دي چې د واکسین په اړه د موثقو معلوماتو د وړاندې کولو سربیره به د هغو پاڼو او ډلو درجه بندي راکمه کړي چې د واکسین په هکله غلط معلومات پراخوي.

د روغتیا نړیوال سازمان واکسین د عامه روغتیا په تاریخ کې "ډیره غښتلې اختراع" گڼلی او ویلي یې دي چې واکسینونه هر کال لږ تر لږه دوه میلیونه انسانان له مرگ ژغوري.

پدې وروستیو کلونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د واکسین په اړه د غلطو معلوماتو خپرول په ځانگړې توگه په پاکستان کې د پولیو او په جنوبي امریکا کې د ژیړې تبې د واکسینونو د کمپاین پر وخت ډیر زیات شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دغه اقدامات باید د حکومتونو او د عامه روغتیا د برخې د څرگندو هڅو سره یوځای وشي چې د واکسین په هکله د خلکو اعتماد راجلب او د هغوی اندیښنې له منځه لاړې شي.

XS
SM
MD
LG