د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد ښار کې چاودنو ۳ ملکیان وژلي او ۱۹ ټپیان دي


په جلال اباد ښار کې د دوو پرلپسې چاودنو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي‌ او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې دغه چاودنې نن سهار د شنبې په سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند څلوېښت متره سړک په مربوطاتو کې رامنځته شوي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه:"د دوو پرلپسې چاودنو له امله یوه دوه ویشت کلنه نجلۍ،یوه څلوېښت کلنه میرمن او یو بل ملکي وګړی شهیدان شول،همدا راز د څلورو میرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه نور ټپيان شوي."

نوموړي زیاته کړه چې دغه چاودنې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د پېښې په ټپیانو کې، څلور مېرمنې، دوه ماشومان، پنځه د پاخه عمر سړي، درې سرحدي پولیس، دوه پولیس ټرافیک او درې د ملي امنیت کارمندان هم شاملي دي.

خوګیاني زیاته کړه چې ټپیان د درملنې په هدف روغتونو ته انتقال شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو او نورو سیمو کې د داعش او نورو مخالفینو په مرکزونو ځمکني او هوایي بریدونه زیات شوي، چې له امله دوی غواړي، په مرکز کې د ځینو پېښو په تر سره کولو سره تبلیغاتو ته زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې دا په تېرو څو ورځو کې په جلال اباد ښار کې پر ملکي وګړو دریمه چاودنه ده چې رامنځته کېږي.

تېره اونۍ په جلال اباد ښار کې ملي بس موټر ته نژدې چاودنې درې ملکي وګړي هم ټپیان کړي و.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG