د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ماین چاودنې یو افغان سرتیری وژلی، څلور ټپيان شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله د سیمه ییزې اردو یو سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنه نن دوشنبه اپرېل ۵ (وري ۱۶) د قره باغ ولسوالۍ په «سبز سنګ» سیمه کې د یادو سرتیرو پر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونو د پېښې په سیمه کې یو بل ځای پر ځای شوی ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا د تیرې ورځې راپدېخوا په کابل ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو دریمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

پرون یکشنبه سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قرغې سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر د ماین چاودنې له امله د ملي اردو یو سرتیری ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

تر هغه وروسته بیا پرون مازدیګر د پغمان ولسوالۍ په «پنجه جنار» سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله درې پولیس ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د تیرې ورځې موټر بم برید مسؤلیت طالبانو منلی او زیاته کړې ده چې دغه برید یې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر غبرګون کې کړی دی.

په کابل کې یادې چاودنې پر داسې مهال کیږي چې تر بل هر وخت په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټینګېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG