د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ماین چاودنه؛ څلور کسه وژل شوي او ۹ ټپیان دي


د کابل پولیس وايي چې د ښار په شمالي څنډه کې د ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور کسه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) رسنیو ته وویل چې پېښه سهار کابو اوه نیمې بجې د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د خیرخانې کوتل په عمومي سرک باندې رامنځ ته شوې ده.

ښاغلي فرامز وویل چې د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي او ښايي په شمیر کې یې بدلون راشي.

په دې چاودنه کې یو کاسټر ډوله موټر په نښه شوی دی.

ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مامورینو د حملې په موټر شوې ده، خو د کابل پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې د مخابراتو وزارت د مامورینو د حملې په موټر باندې د ماین چاودنه کېږي.

د دوشنبې په ورځ هم د دغه وزارت اړوند کاسټر موټر باندې د کابل په دهن باغ سیمه کې د ماین چاودنه وشوه چې په کې څلور تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د دغو بریدونو مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG