د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې د طالبانو پر موټر چاودنه شوې


عکس کابل ښار
عکس کابل ښار

طالب چارواکي وايي، په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه طالبان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن چهارشنبه سهار اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند په دهمزنګ څلور لارې کې شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا د چاودنې هدف په سیمه کې د طالبانو اړوند موټر و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه چاودنه د لاسي بم له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې دوه طالبان ټپیان شوي دي.

خو یو شمېر نورو عیني شاهدانو ویلي چې په دغه چاودنه کې یو شمېر طالبان ټپیان شوي چې په وینا روغتون ته انتقال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې دغه لاسي بم د کابل ژوپڼ له ساحې څخه غورځول شوی او په خبره یې په دې اړه څېړنې روانې دی.

دا په تیرو دوو اونیو کې په کابل ښار کې پر طالبانو دوهمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

د روانې اکتوبر میاشتې پر دریمه (تلې ۱۱) په کابل ښار کې د عید ګاه جومات مخته هم د چاودنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کابل عید ګاه جومات مخته د چاودنې مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې اخیستی و.

روانه اونۍ په کندهار ښار کې د اهل تشیع په جومات کې هم د ځانمرګو بریدونو له امله ۴۷ تنه ووژل شول او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپیان شول.

د دغه بریدونو مسؤلیت هم داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG