د لاس رسي وړ اتصالات

په کنړ کې چاودنې د طالبانو یو قومندان وواژه


طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) وویل چې په یوه نظامي موټر کې د ځای پرځای شوی ماین د چاودیدو له امله د کنړ د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی دی.

فرانس پرس خبري آژانس د سیمه ایزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې چې د کنړ په مرکز اسعدآباد کې شوې ۱۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو د یوه چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، ویلي دي چې په دې چاودنه کې د شیګل ولسوالۍ امنیه قومندان په نښه شوی دی.

د کنړ ولایت د مرکزي روغتون یوه ډاکټر هم د فرانسې خبري آژانس ته تائید کړې ده چې په دې پيښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي چې اوه ملکي او څلور د طالبانو غړي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره کړې نده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې هم د یادې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی ندی. خو د داعش خراسان څانګه چې د افغانستان په ختیځ کې ډیره فعاله ده د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، داعش په کابل، ننګرهار او کندز ولایتونو کې د څو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په وروستي مورد کې د داعش یوه جنګیالي په کندز ولایت کې د شعیه ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید وکړ چې د طالبانو په وینا په دې برید کې ۴۶ کسان ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شول، خو یو شمیر سرچینو د وژل شویو شمیر شاوخوا ۱۰۰ تنه ښودلی دی.

داعش همدارنګه په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو پرمهال د کابل هوایي ډګر یوې دروازې ته نږدې په یوه برید کې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۱۷۰ کسا ووژل.

XS
SM
MD
LG