د لاس رسي وړ اتصالات

ممکن القاعده د طالبانو په فرمایش افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود ساتلي وي _ راپور 


امریکا وايي د ۲۰۲۲ په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ هوايي برید نه دی کړی
امریکا وايي د ۲۰۲۲ په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ هوايي برید نه دی کړی

د امریکا د دفاع وزارت د متحدو ایالتونو ګانګرس ته په یو تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره وي.

د دفاع وزارت د تفتیش د ریاست مشر شان اودانال ویلي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ترهګریزو فعالیتونو کچه مختلفه وه. هغه د راپور په پیل کې ویلي دي چې القاعده ډلې د طالبانو په دستور او غوښتنې په افغانستان کې خپل حضور ځکه کمرنګ ساتلی دی چې طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه دي. طالبانو تېرکال له اګست وروسته خپل حکومت اعلان کړ، خو لا نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی نه دی.

له امریکا سره د ۲۰۲۰ د دوحې د تړون په اساس طالبان باید هېڅ یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنکړي چې د امریکا ګټو ته خطر پېښ کړي.

دا په افغانستان کې د داعش، القاعده او ځینو نورو مسائیلو په اړه د ۲۰۲۲ جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې وخت رانغاړي.

د القاعده او طالبانو روابط

راپور وايي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ ارزولې ده چې د القاعده ډلې مشران له طالب مشرانو سره نژدې روابط لري خو افغانستان ته یې د سفر او هلته د روزنې لپاره ظرفیتونه او امکانات محدود دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې «په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو کچه کمه وه. په داسې حال کې چې طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، د القاعدې ډلې د طالبانو په دستور په افغانستان کې خپل حضور کم رنګ ساتلی دی.»

په راپور کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې په اساس طالبانو یو لړ اقدامات کړي دي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر په تړون کې خپلې ډېرې ژمنې عملي کړي، خو وايي چې د دغو اقداماتو څارل او روان ساتل مهم دي.

خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ خبرداری ورکړی دی چې ښايي طالبان په راتلونکو ۱۲ یا ۲۴ میاشتو کې دا محدودیتونه نرم کړي چې ورسره به القاعده د ازاد تګ راتګ، د روزنې، سفر او د بهرنیو عملیاتو د بیا ترسره کولو ظرفیت او امکان ترلاسه کړي.

راپور وایي چې القاعده د کال په دغې برخې کې د هند په وچه کې ۲۰۰ غړي درلودل او د امریکا حکومت د هغوی د خواره واره کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د امریکا د دفاع استخباراتي ایجنسۍ راپور ورکړی دی چې طالبان ښایي وغواړي چې د القاعدې میراث په افغانستان کې پاتې شي او هغوی د رژیم امنیت او واکمنۍ ته خطر پېښ نکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار دا خبره کړې ده چې هېڅ‌ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، خو راپور وايي چې په اینده کې په دې خبرې باور نا معلوم دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې په افغانستان کې سلګونه بهرني جنګیالي حضور لري.

داعش لوی تهدید

په راپور کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ارزونې په اساس لیکل شوي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له کمولو وروسته د داعش-خراسان ډلې په دغه هېواد کې خپل جذب او جلب او بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د داعش-خراسان ډله په افغانستان کې لا هم یو لوړ تهدید دی او د مخکنۍ ارزونې په اساس شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

راپور وايي که د داعش-خراسان ډله له روان حالت څخه ګټه واخلی، په راتلونکو ۱۲ او ۱۸ میاشتو کې به د بهرنیو عملیاتو د انجامولو ظرفیت پیدا کړي چې د امریکا په ګډون لویدیځ به په نښه کړي.

د امریکا د دفاع ایجنسۍ ویلي دي چې د داعش ډلې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې ۴۱ بریدونه کړي دي.

په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسئولیت هم د داعش ډلې په غاړه اخیستی چې سلګونه ولسي افغانان په کې ووژل شول او ژوبل شول چې اکثریت قربانیان یې شیعه افغانان دي.

دغې ډلې همدغه زار په ځینو سیمو کې په طالبانو باندې هم بریدونه کړي دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او سلګونه غړي یې وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد هوايي بریدونه

د امریکا مرکزي قومندانۍ راپور ورکړی دی چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۲۹ د تخلیې د پروګرام له بشپړ کېدو وروسته یې په افغانستان کې هېڅ هوايي برید نه دی کړی.

د مرکزي قومندانۍ اوسنی مشر جنرال مایکل کوریلا د فبروۍ په میاشت کې ویلي وو: «په افغانستان او یا ګاونډ کې له حضور پرته د ترهګرۍ ضد مبارزه ډېره سخته ده خو ناممکنه نه ده.»

د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال کینت مککنزي ویلي وو چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره امریکايي الوتکې باید اوږده پروازونه وکړي چې د افغانستان فضا ته ورسیږي او د ده په خبره دا کار وخت ضایعه کوي چې الوتکې بېرته د تیلو د اچولو لپاره راشي.

مخکې به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام او نورو پوځي اډو څخه د ترهګرو په ضد هوايي بریدونه کول.

پر دې سربېره، په سیمه کې د استخباراتي کارکوونکو نشتوالي هم په افغانستان کې د ترهګرو په ضد د امریکا د دفاع وزارت په عملیاتو پام وړ اغیز کړی دی.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو له وتلو سره سم لسګونه زره افغانان هم له دغه هېواد څخه ووتل چې د بهرنیو ځواکونو، همکاران، ترجمانان، د مخکني حکومت سرتېري او نور شامل وو.

XS
SM
MD
LG