د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په مزارشریف ښار کې د اهل تشیع په یو جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په مزارشریف کې د ابوعلي سینا روغتون رئیس ډاکتر غوث الدین انوري نن پنجشنبه اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ» امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه دغه روغتون ته ۱۰ مړي ۳۲ ټپيان وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپيانو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خراب دی. خو له سیمې عیني شاهدانو امریکا غږ ته تائید کړه چې په دغه چاودنه کې له لسو زیات کسان وژل شوي او ۳۰ زیات ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه نن د مزارشریف ښار کې د «سه دوکانه» په نوم د افغان اهل تشیع جومات کې د ماسپښين لمانځه پرمهال شوې ده.

باختر دولتي خبري آژانس په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس مولوي ذبیح الله نوراني له قوله ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې په مزار شریف کې د شعیه مذهبو په جومات کې چاودنه دوي کړې.

د فرانسې خبرې اژانس په یو راپور کې ویلي چې داعش ادعا کړې د هغوي یو جګړه مار د ځان سره د چاودیدونکو موادو ډکس بکس جومات وړی و او هغه وخت یې وچاوه چې جومات د لمونځ کوونکو څخه ډک شو.

په افغانستان کې د دغه پرله پسې چاودنو خبر پر داسې مهال ورکول کیږي چې وړمه ورځ د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې د «عبدالرحیم شهید» لېسې او «ممتاز» روزنیز مرکز مخته درې پله پسې چاودنو ګڼ شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

امریکا غږ ته د رسېدلي لېست له مخې په دغه چاودنو کې ۱۷کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG