د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د ناچاوده مهماتو چاودنو له امله د ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوې


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یونیسف د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل دوهمه (وري ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شوو نا چاوده توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

په تازه پېښه کې دوې ورځې مخکې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاروان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

د هلمند ولایت سیمه ییزو مسؤلینوو ویلي چې د دغه ماشومانو عمرونه د درې او ۱۲ کلونو ترمنځ و. د دوی په وینا یادو ماشومانو د هاوان دغه مرمۍ د مارجې ولسوالۍ په سیمه کې پیدا کړې وه چې د لوبو پرمهال یې چاودنه کړې ده.

افغانستان اوس هم د ماشومانو لپاره خطر ناک هېواد بلل کېږي.

یونیسف ویلي: "په افغانستان کې ماشومان د ناچاوده توکو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي، ځکه ډېر کله ماشومانو د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره هڅه کوي چې اوسپني او نور فلزي توکي پيدا او وپلوري."

یونیسف په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې له جګړې څخه د پاتې ناچاوده مهماتو په پاکولو کې لاس په کار شي، تر څو د انساني مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د ناچاوده مهاتو د چاودنو له کبله ۳۹۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د۲۰۲۱ میلادي په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG