د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې ماین چاودنو ۱۲ ولسي وګړي وژلي


په دغه چاودنه کې پنځه ښځې او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
په دغه چاودنه کې پنځه ښځې او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو جلا ماین چاودنو ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریف زي نن سې شنبه اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنې نن سهار وختي د جلریز ولسوالۍ د (کوټه اشرو) سیمه کې د ملکي وکړو پر «فلانکوچ» او «سراچه» ډوله موټرونو شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په یادو چاودنو کې درې ماشومان او دوې ښځې وژل شوي او پنځه ښځې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

خو د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک بیا وايي چې په دغه چاودنه کې لس ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د کوټه اشرو په «دهن بسراق» سیمه کې د ملکي خلکو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده او سراچه موټر چې د دغه پېښې ټپيان یې انتقالول هم ورباندې چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي."

د بامیان د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې پیښې قربانیان د بامیان د ورس اوسیدونکي دي چې ددې لارې څخه یې غوښتل کابل ته ځان ورسوي.

تر دا مهاله د دغه ماین چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنې پر داسې مهال د ملکي وګړو پر موټر کیږي چې تېره یکشنبه د افغانستان په غور ولایت کې هم موټر بم برید نژدې ۱۵ ولسي وګړي ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه یې ټپیان کړل.

د غور موټر بم برید د افغان حکومت په ګډون د نورو نړیوالو بنسټونو لخوا هم وغندل شوو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG