د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر ۳۰۳ بس ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي ـ چارواکي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې پر یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر باندي د سړک د غاړې ماین چاودنه کې شپږ مسافر وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپیان شوي دي.

پېښه نن شنبه اکتوبر۱۰ (تله۱۹) سهار ۶ بجې د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر ګرشک ولسوالۍ مرکز ته نژدې رامنځته شوې.

ځايي مقامات وايي چې مسافر وړونکی بس له هرات څخه د کندهار پر لوري روان چې ماین پرې چاودنه کړې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل: "پېښه نن سهار وختي د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د هرات – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې مسافر ړونکی بس موټر د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین ور برابر شوی په چاودنه کې يې زموږ شپږ هیوادوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان ش وي، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان دوې ښځې او یو نارینه شامل دی."

دغه راز د هلمند د ترافیکو مدیر سمونوال میرزا خان روحاني هم امریکا غږ ته وويل چې موټر له عمومي سړک څخه فرعي لار ته د اوښتو پر وخت د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.

هغه وويل: "د پېښې په ځای کې عمومي سړک تخریب شوی او ټول وسایط اړ دي چې خامه لارې ته واوړي پر بس موټر هم په خامه لاره کې چاودنه شوې."

د پېښې ځای د ښوراب له پوځي اډې سره نژدې موقعیت لري.

مهاجر بازار کې جګړه

ځايي چارواکي وايي چې د مهاجر بازار کې تیره ورځ هم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده چې د دوامداره نا امنیو له کبله په سیمه کې د کندهار – هرات د لويې لارې ګڼې برخې تخریب شوي او پلچکونه يې هم نړېدلي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار اسماعیل خپلواک امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې ټپي مسافر پوليسو ځايي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولي.

بلي خوا ته بیا وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې یاده پېښه د هاوان د ګولۍ د لګېدو له کبله بللې چې په وینا يې له نژدې نظامي مرکز څخه توغول شوې او پر مسافر ړونکې بس موټر لګېدلې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG