د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې ماین چاودنو درې ته وژلي دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه چاودنه نن شنبه اکتوبر۱۷(تلې۲۶) سهار څه باندې شپږ بجې د یادې ولسوالۍ په «سیاسنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان والي ویاندې وحیده شهکار امریکا غږ ته وویل چې یاد امنیتي کسان د وظیفې په حال کې و چې د «سیاسنګ» سیمې په للمي سبزک» سیمه کې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د سالنګ ولسوالۍ جنايي امر جماالدین، د یادې ولسوالۍ د بلوک قوماندان او یو امنیتي سرتیری وژل شوي او د یادې ولسوالۍ د تروریزم مدیر ټپي شوی دی.

که څه هم سیمه ییز چارواکي وایي په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

بلخوا د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم چسپکي ماین چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي چاودنه د بګرام ولسوالۍ په «شاکا» سیمه کې د کاپیسا د«روند سبز» ولایتي مسؤل قاضي احمدي پر موټر شوې ده.

د چارواکو په وینا په دغه ماین چاودنه کې خپل قاضي احمدي او موټر کې ناستو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی، خو د یو ماشوم په ګډون څلور ملکيان پکې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG