د لاس رسي وړ اتصالات

په پلخمري کې یوې زورورې چاودنې ۱۶ تنه ټپیان کړي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو د شنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۶) وویل چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې زورورې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. امریکا غږ څو ځلې هڅه وکړه چې د دې چاودنې په اړه د طالبانو غبرګون ترلاسه کړي، خو ونه توانید چې اړیکه ونیسي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو په تېرو وختونو کې د داعش خراسان څانګې تل د دې ډول چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.

سرچینو د امریکا غږ ته په پلخمري ښار کې ددې چاودنې رامنځته کیدل تائید کړي، خو امریکاغږ تر اوسه نده توانیدلې چې د خپلواکو سرچینو څخه د دې چاودنې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت څرنګوالی تائید کړي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، طالب چارواکو تل په ټول افغانستان کې د امنیت د تامینولو خبره کړې، خو د دې ډلې د واکمنۍ له شلو میاشتو څخه په زیاته موده کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د مرګونو بریدونو شاهدان دي.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د داعش خراسان څانګې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې چې په کې په سلګونو ملکیان په سفارتونو، عبادت ځایونو، په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو په مذهبي اماکنو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. داعش اورپکو په دې موده کې د طالبانو په ګزمو هم بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG