د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ماشومانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه


له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یا (Save the children) د تېرې شنبې په ورځ په تخار کې د نهه زده کوونکو ماشومانو وژل کېدل غندلي او په دغه هېواد کې د ماشومانو د "وژلو، وهلو او ځورولو" د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۴مه (لړم ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د تخار د پېښې عاملین باید په دې اړه ځواب ورکړي.

د تخار چارواکو د تېرې شنبې په ورځ ویلي وو، چې د درقد ولسوالۍ په طاهريانو کلي کې د طالبانو لخوا د ښخ شوي ماین په چاودنه کې د یو ښوونځي نهه زده کوونکي ووژل سول.

له ماشومانو څخه د ملاتړ اداره د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اساس وايي، چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو په جریان کې په افغانستان کې له ۱۲زره او ۵۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې ویلي، چې په دغو کلونو کې په افغانستان کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۶۰۰ماشومان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"ماشومان باید د وژل کېدو او ټپي کېدو له ویرې څخه پرته بښوونځي ته ولاړ شي."

دغه ادارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د ماشومانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ دغه اداره پر داسې مهال د افغان ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه ښيي، چې نن دوشنبه په بغلان کې هم ماین چاودندې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل، چې څلور تنه یې ماشومان وه.

XS
SM
MD
LG