د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د افراطیت خلاف د نایجیر له مبارزې سره د مرستې ژمنه وکړه


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نایجیر ته د سفر په مهال ژمنه کړې چې له افراطیت سره د مبارزې او بې ځایه شویو خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې د دې هیواد د هڅو ملاتړ کوي.

بلینکن لومړنی لوړپوړی امریکايي ډیپلوماټ دی چې نایجیر ته سفر کوي. دا په داسې حال کې چې دا افریقايي هېواد، د لویدیځو هیوادونو لپاره په یوه مهمه امنیتي اډه بدل شوی او له همدې ځایه د ساحل سیمې د تروریستي ډلو په وړاندې مبارزه کوي.

د بوکو حرام، اسلامي دولت، او القاعدې د یوې څانګې په څېر تروریستي ډلې په پر له پسې ډول نایجیر او د افریقا د صحرا سویلي حکومتونه ګواښي. همدا تېره اونۍ د ګاونډي هیواد نایجیریا په بورنو سیمه کې د وسله والو په یوه برید کې ۳۷ تنه کب نیوونکي ووژل شول.

د همدې سیمه ییزو امینتي اندېښنو په ترڅ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وغوښتل چې نایجیر ته سفر وکړي. په پلازمېنه نیامي کې یې د خپل نایجري سیال سره په خبري کنفرانس کې د بې ثباتۍ له امله د لویدیځي، مرکزي او ساحلي افریقا د رامنځ ته شوې پراخې بشري اړتیا د پوره کولو په موخه د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

نوموړي د توندلارۍ د تاوتریخوالي سره د مبارز په برخه وویل چې په نایجیر کې د پانګونو ملاتړ کوي.

هغه د پانګونو د موخو په هکله وویل: "چې د تروریزم په مخنیوي کې د قانون د پلي کېدو سره نوره مرسته هم وکړي، چې سرحدي امنیت پیاوړی کړي، چې د مخدره توکو په وړاندې مبارزې ظرفیت لوړ کړي، چې د قاچاق مخنیوی وکړي، د څېړنو سره مرسته وکړي، او د قانون په پلي کولو تروریزم او متشدد افراطیت کمزوري کړي."

نایجیر ته د سفر پر مهال، بلینکن د یاد هیواد پر ډیموکراټیک حکومت او د حکومت پر هغو هڅو چې ځوان نسل د توندلارو ډلو له منګولو ژغوري، رڼا واچوله.

د ملي دفاع د پوهنتون د افریقايي چارو څېړونکي جوزف سایګل د امریکا غږ ته وویل چې نایجیر ته د بلینکن د سفر پرېکړه ورته حیرانوونکې نه وه.

هغه وویل: "بیا هم، نایجیر د ساحل د سیمې د ثبات سره مرسته کوي او په دې برخه کې یې تر خپلو ګاونډیو هیوادونو ډېر څه کړیدي. حکومت یې نسبتاً ډېر ډیموکراټیک دی. په یاد ولرئ چې په مالي او بورکینا فسو کې پوځي کودتاوې وشوې او په یادو هیوادونو کې حکومتولۍ ډېره لړزانه ده. د هغو په پرتله، نایجیر د ثبات یو ټاپو دی."

نایجیر د نړۍ د ډېرو بې وزلو هیوادونو څخه دی او طبي مرستندویان یې، د لیرې پرتې سیمې سولوفیټا ددغو مرستندویانو په څېر چې د ناروغانو د درملنې لپاره وسایل او درمل نه لري، ډېرې مرستې ته اړتیا لري.

بلینکن وویل چې د مرکزي افریقا لپاره اعلان شوې پیسې به د استوګنځایونو، خوړو، پاکو اوبو، پاکۍ او دغه راز هغو زیانګالو کډوالو چې د ګاونډیو هیوادونو څخه نایجیر ته د پناه اخیستلو لپاره راغلي، په چارو کې ولګېږي.

بلینکن د نایجیر خلک د کډوالو د مېلمه پالنې په پار وستایل.

XS
SM
MD
LG