د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: طالبان دې خلکو ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له طالبانو غوښتي چې په خپلې ژمنې عملي وکړي او هغه خلک چې له افغانستان څخه وځي، مصئونه لاره ورکړي.

امریکايي چارواکي وایي طالبانو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې ده هغه خلک چې د سفر قانوني اسناد لري له افغانستان څخه به د وتلو اجازه ورکړي.

ښاغلي بلینکن نن سه شنبه سپتمبر ۷ (وږي۱۶) په قطر کې وویل چې لا هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي اتباع پاتې دي، په دوی کې یو شمېر دوه تابعیتونه لري.

هغه وویل چې له دغو امریکایانو سره په تماس کې دي‌ او متصدیان یې ورته ګمارلي چې له افغانستان څخه یې په وتلو کې مرسته وکړي. ښاغلي بلینکن وویل داسې راپورونه نشته چې طالبانو دې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو د وتلو مخه نیولې وي.

راپورونه وايي‌ چې څلور امریکایان د ځمکې له لارې له افغانستان څخه وتلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو کسانو وتلو ته په اشارې وویل چې دا په دې دلالت کوي چې طالبان په خپلې ژمنې ولاړ دي.

لا معلومه نه ده چې دغه څلور امریکایان د افغانستان د کوم ګاونډي هېواد له لارې سفر کړی دی.

ښاغلي بلینکن له قطر څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه انتقال شویو ۸۵زره کسانو ته یې د ترانزیت زمینه برابره کړه.

هغه وویل: «قطر چې د امریکایانو، افغانانو او د نورو هېوادونو د خلکو لپاره کوم کار کړی، د ډېر وخت لپاره به زموږ په ذهنونو کې پاتې وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د دفاع له وزیر سره په ګډه په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دفاع له وزیر خالد بن محمد العطیه سره په ګډ کنفرانس کې خبریالانو سره وغږېدل.

دوی تر خبرې کنفرانس مخکې د افغانستان په روان وضعیت، سوداګرۍ، د ترهګرۍ سره په مبارزې، ‌له افغانستان سره د مرستو او نورو مسائیلو په اړه بحثونه کړي‌ وو.

د کابل هوايي ډګر

قطر وايي چې د کابل د هوايي ‌ډګر د بیا رغولو لپاره یې یوه تخنیکي ډله استولې ده خو لا هم ځینې ستونزې شته دي.

ښاغلي ال ثاني وویل: «که امنیتي تدابیر ونیسو او له طالبانو سره یوې نتیجې ته ورسېږو، کارونه به اسان شي.»

د کابل هوايي ډګر له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې زیانمن شوي او لا هم عادي نړیوالو ملکي پروازونو ته اماده نه دی. امریکایي چارواکي وايي په شاوخوا یوې میاشتې کې یې څه باندې ۱۲۴۰۰۰ خلک یې له افغانستان څخه اېستلي دي.

«یرغمل شوې» الوتکې

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هغه راپورونه رد کړل چې ګني طالبانو په مزار شریف کې د امریکايي اتباعو د پرواز مخه نیولې ده.

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ګوند یو مقام مایک مککال ادعا کړې ده چې طالبانو په مزار کې څلورو کرایه شویو الوتکو ته د پروازه اجازه نه ده ورکړې، وايي په دغو الوتکو کې سلګونه امریکایان او افغانان سپاره دي چې عملا «یرغمل» شوي دي.

خو ښاغلي بلینکن وویل چې په الوتکو کې ناست اکثریت کسان د سفر قانوني اسناد نلري، د افغانستان د هوايي چلند یو چارواکي هم دا خبره تائید کړه.

XS
SM
MD
LG