د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پوهنتونونه پرانیستل شول خو نجونې او هلکان به بیل وي


په افغانستان کې د طالبانو واک تر لاسه کولو وروسته د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې پوهنتونونه بیرته پرانیستل شوي خو په ځینو پوهنتونو کې د هلکانو او نجونو تر منځ پرده وهل شوې.

په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د پوهنتون استادانو او محصلینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ځینو ټولګیو کې نجونې او هلکان په بشپړه توګه سره بیل شوي، یا یې تر منځ پردې وهل شوي او یا هم د پوهنتون دننه ورته ځایونه محدود شویدي.

د انجیلا په نامه د کابل د پوهنتون یوې محصلې ویلي چې په ټولګي کې د پردې وهل ورته د منلو وړ ندي. هغې ویلي، " کله چې خپل ټولګي ته ننوتم، ډیر ناوړه احساس مې وکړ. مونږ ورو ورو شل کال وروسته وخت ته ستنیږو".

انجیلا وایي چې په ټولګیو کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم هلکان او نجوبې جلا جلا کښیناستل خو تر منځ یې پرده نه وه.

طالبانو هم تیره اوونۍ ویلي چې پوهنتونونه او ښوونځي بیرته خپل فعالیت پیل کولی شي خو پدې شرط چې هلکان او نجونې سره بیل وي.

یو جګپوړي طالب چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په پوهنتونو کې د هلکانو او نجونو دا "ډول بیلوالی (پرده وهل) په بشپړه توګه د منلو وړ دي" او زیاتوي چې په اوس وخت کې دا تر ټولو غوره لار ده چې د دواړو خواوو لپاره یو ښوونکی وي.

په پوهنتونونو او ښوونځیو کې چې د نجونو په هکله طالبان هره پریکړه کوي، بهرني هیوادونه یې د نږدې نه څاري ځکه د دې نه څرګندیږي چې دغه سخت دریځه اسلامي ډله به کله چې واک ته ورسیږي، میرنو ته څه ډول حقوق ورکوي.

یو شمیر لویدیځو هیوادونو ویلي چې ضروري مرستې او د طالبانو په رسمیت پیژندنه پدې پورې اړه لري چې هغوي (طالبان) څه ډول نظام غوره کوي او د میرمنو او نجونو سره څه ډول رویه کوي.

د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې کله چې په افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې و، نجونې او میرمنې ښوونځي ، پوهنتون او کار کولو ته نه پریښودل کیدې.

سره لدې چې طالبانو اوس ژمنه کړې چې د میرمنو حقونه به د شریعت له مخې خوندي وي خو تر اوسه معلومه نده چې هغوي په عمل کې څه کوي.

XS
SM
MD
LG