د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: ‌سلګونه ماشومان له سرپرست پرته افغانستان څخه اېستل شوي 


دا تصویر د امریکا پوځ خپور کړی، افغان ماشومان په منځني ختیځ کې په کوم هېواد کې دي
دا تصویر د امریکا پوځ خپور کړی، افغان ماشومان په منځني ختیځ کې په کوم هېواد کې دي

ملګري ملتونه وايي د اګست د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې له افغانستان څخه د خلکو د اېستلو په ماموریت کې سلګونه داسې افغان ماشومان هم اېستل شوي دي چې سرپرستان ورسره نشته.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۷ (وږي۱۶) په خپل راپور کې ویلي دي چې دوی او نورو همکارو سازمانونو یې لږ تر لږه ۳۰۰ داسې ماشومان تثبیت کړي چې له افغانستان څخه له کوم سرپرست پرته اېستل شوي دي.

د یونیسف مشرې هنریتا فوري په یوې اعلامیې کې په دې اړه خواشینې څرګنده کړې خو د دغو ماشومانو د مصونیت او سلامتیا په اړه یې ډاډ ورکړی دی.

هغې ویلي دي: «هیله ده چې د هغوی د هویت له تثبیت او پېژندلو وروسته به دا شمېره کمه شي.»

یونیسف وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل په هوايي ډګر کې ګڼه ګوڼه زیاته وه او له همدې کبله زیات ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا اېستل شوي دي.

امریکایي چارواکي وايي د تخلیې په ماموریت کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستلي. په دوی کې ۶۰۰۰ امریکایي اتباع، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د نړیوالو ټولنو همکاران، مدني فعالان،‌ خبریالان او هغه خلک چې فکر کوي د طالبانو په نظام کې یې ژوند په خطر کې دی، شامل دي.

یونیسف وايي چې یو شمېر ماشومان له سرپرست پرته جرمني،‌ قطر او ځینو نورو هېوادونو ته انتقال شوي دي.

مېرمن فوري ویلي: «زه درک کولای شم دغه ماشومان چې کله د کابل د هوايي ډګر په ټیل ماټیل کې پوه شوي وي چې کورنۍ یې ورسره نشته، څومره به ترهېدلي وي.»

نوموړې وویل دا افغان ماشومان د «نړۍ تر ټولو اسپ پذیر ماشومان» دي او په خبره یې باید ټول مشخص شي او تر څو پورې چې له کورنیو سره یو ځای کیږي، باید مصئون او خوندي وساتل شي.

یونیسف دا مهال له هغو هېوادونو سره، چې دا ماشومان په کې دي، تخنیکي مرستې کوي او د ماشومانو د هویت له تثبیتولو وروسته یې له کورنیو سره د یو ځای کېدو هلي ځلې کوي.

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق مشرې تاکید کړی تر څو چې د دغو ماشومانو کورنۍ پیدا کیږي، دوی باید له خپلو نژدیو خپلوانو سره وساتل شي. یونیسف له ټولو هېوادونو څخه غوښتي چې له خپلو کورنیو سره د دغو ماشومانو په یو ځاې کېدو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG