د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: غزې ته مرستې زیاتې شوې، اسرائیل باید نوره همکاري هم وکړي


د غزې په شمال کې خلک د هوا له لارې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د غزې په شمال کې خلک د هوا له لارې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوايي ۱۰) سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې پرمختګ شوی خو اسرائیل باید په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

د سعودي عربستان پایتخت ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو ته په وینا کې، بلینکن وویل چې په غزه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره ترټولو غوره لاره پر یو اوربند موافقه ده چې په ترڅ کې یې د حماس لخوا یرغمل شوي کسان خوشې شي. خو په عین حال کې، هغه وویل چې اوس د شرایطو ښه کول خورا مهم دي.

بلینکن وویل: "موږ په تیرو څو اونیو کې د پام وړ پرمختګ لیدلی، غزې ته نوې لارې پرانیستل شوې، د مرستو رسولو حجم زیات شوی، او د متحده ایاالتو له خوا په یو سمندري دهلیز کار روان دی چې په راتلونکو اونیو کې به پرانیستل شي. خو دا کافي نه ده. موږ لا هم اړتیا لرو چې غزې ته نورې مرستې ورسیږي."

هغه زیاته کړه: "په غزه کې د بشري ناورين د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لار، د ماشومانو، ښځو او نارينه وو د کړاوونو د کمولو او يو عادلانه او دوامدار حل ته د فضا د رامنځته کولو لپاره اوربند او د يرغمل شويو کسانو خلاصون تر ټولو اغېزمنه لار ده... خو په غزه کې د ملکي خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره اړین ګامونه باید د اوربند تر کېدو پورې و نه ځنډوو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وینا وکړه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وینا وکړه.

په غزه کې د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل کېدو راهیسې دا منځني ختیځ ته د بلینکن اووم سفر دی. نوموړي ژمنه کړې ده چې ددې سفر په ترڅ کې به ددې قضیې په اړه د اسرائیل په مشرانو فشار راوړي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تلیفوني خبرو کې ټینګار کړی دی چې اسرائیل باید پدې برخه کې نور اقدامات وکړي.

د ریاض په غونډه کې بلینکن همدارنګه وویل چې دپلوماسي ددې سبب شوې چې په غزه کې د حماس او اسرائیل جګړه او په ځانګړي ډول د اسرائیل او ایران د تیرې میاشتې نښتې په یو پراخ سیمه ایز بحران بدلې نشي.

هغه وویل: "موږ په سیمه کې ددغه بحران خپرېدو ته ډیر نږدې شوي وو. زه فکر کوم چې د دقیقو هلو ځلو او ژمنتیا په نتیجه کې ددغه کار په مخنیوي بریالي شوي یو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې بلینکن به له سعودي عربستان وروسته اسرائیل او اردن ته هم سفر وکړي.

ددغه وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هغه به په غزه کې د اوربند په کېدو، د یرغملو په خوشې کیدو او دغې تړانګې ته د بشري مرستو په لا زیاتېدو ټینګار وکړي.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي هم د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو اوربند دپاره هلوځلو ته دوام ورکوي.

د ممکنه اوربند په اړه د څو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي او کربي به دغو خبرو کې د پرمختګ په اړه څه ونه ویل.

خو کربي زیاته کړه چې اسرائیل امریکایي مقاماتو ته ډاډ ورکړی چې د غزې جنوبي ښار رفح ته به ترهغو پوځونه نه لیږي ترڅو په دغه ښار کې د میشتو شاوخوا یو میلیون د جګړې له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په اړه د واشنګټن اندېښنې واوري.

بل خوا، په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په رفح ښار باندې د تیرې شپې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې کورونه ویجاړ شوي او ۲۲ کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلِي چې په غزه کې په تیرو څه کم اوو میاشتو کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۳۴۴۸۸ کسان وژل شوي چې ډیر یې ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو د یو بې ساري برید وروسته پیل شوه چې په ترڅ کې یې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۷۰ کسان ووژل شول چي زیاتره یي ملکي خلک وو، او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG