د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې غزې ته په مرستو بار روانو بیړیو مخنیوی شوی


په مرستو بار یو شمېر کښتۍ د ترکیې د استانبول ښار په جنوب توزلا بندر کې. غزې ته د تګ انتظار باسي.
په مرستو بار یو شمېر کښتۍ د ترکیې د استانبول ښار په جنوب توزلا بندر کې. غزې ته د تګ انتظار باسي.

په ترکیه کې د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) د هغو بیړیو مخه ونیول شوه چې غوښتل یې غزې ته بیړنۍ بشري مرستې ولیږدوي. د بیړیو ددغه کتار تنظیموونکو ددې کار لامل د اسرائیل له لورې فشار بللی دی.

د مرستندویو َټولنو یو ایتلاف چې دغه کتار یې تنظیم کړی، ویلي چې له کتار څخه د ګینا بساو بیرغ لرونکو دوو بیړیو ایستل کېدل، چې په زرګونو ټنه بیړنۍ مرستې پکې بار دي، غزې ته د مرستو په لیږدولو کې خنډ رامنځته کړی دی.

ددغه ایتلاف په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "په خواشینۍ سره، ګینا بساو پرېکړه کړې چې په غزه کې د اسرائیل په تحمیل شوې لوږه، غیرقانوني محاصره او د فلسطینیانو په نسل وژنه کې ځان ښکیل کړي."

په خبرپاڼه کې ددغو بیړیو مخنیوی "یو واضح سیاسي اقدام" بلل شوی دی.

شاوخوا ۲۸۰ رضاکارانو د ترکیې په استانبول کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ایسارو شویو کښتیو د خلاصون غوښتنه وکړه.

ددغه کتار درې کښتۍ چې د استانبول په جنوب توزلا بندر کې ولاړې دي، د یوې اونۍ راهیسې غزې ته د تګ انتظار باسي.

ترکي چارواکي او دولتي رسنۍ ددغو بیړیو د مخنیوي په اړه چوپه خوله دي. ترکیې مخکې له دې غزې ته د اوبو او هوا له لارې د بشردوستانه مرستو د رسولو خبر ورکړی و.

په ۲۰۱۰ کې د ترکیې له جنوبي ښار انتالیا څخه غزې ته په مرستو بار کښتیو تګ ددغه هېواد او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ لامل شو. پر دغو کښتیو د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ د مخنیوي په خاطر یوازې د سمندر له لارې د مرستو رسول کافي ندي او پر اسرائیل یې غږ کړی چې غزې ته ځمکنۍ لارې پرانیزي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیلي شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴۳۵۶ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور پراساس چمتو شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG