د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر پلاوی د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند په اړه خبرو اترو لپاره تل ابیب ته رسیدلی


د مصر د استخباراتو رئیس، عباس کمال
د مصر د استخباراتو رئیس، عباس کمال

دوو مصري چارواکو د جمعې په ورځ، اپریل ۲۶ (غوايي اوومه)‌ وویل، چې قاهرې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګښت په موخه یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی اسرائیل ته استولی دی.

دغو دوو چارواکو په ورته وخت کې د غزې په تړانګه کې د رفح پر سیمې چې له مصر سره پوله لري، د اسرائیل د احتمالي برید په هکله د خبرداري په ورکولو سره ویلي، چې دغه اقدام به په سیمه کښې ناورین او بې ثباتۍ رامنځته کړي.

د یو مصري چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې واخیستل شي، د دغه هېواد د استخباراتو رئیس، عباس کمال د یو مصري پلاوي په مشرۍ اسرائیل ته سفر کړی او په پام کې لري چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د تلپاتې اوربند لپاره په اړه بحث او خبرې وکړي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ‌ د جګړې د دوام او د مرګ ژوبلې له ډېرېدو سره، پر اسرائیل او حماس نړیوال فشارونه زیات شوي، څو دواړه لوري دې اوربند ته غاړه کېږدي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د نړۍ ۱۷ مشرانو د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) د حماس پر ډلې غږ وکړ چې له اسرائیل سره وړاندیز شوی اوربند ومني او یرغمل شوي کسان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا موافقه به نه یواځې په غزه کې د سمدستي او اوږدمهاله اوربند لامل شي، بلکې غزې ته د اضافي اړتیا وړ بشري مرستو رسولو لپاره لاره هواره کړی او هم پدغه سیمه کې د جګړې د پایته رسیدو لامل شي.

د مصري چارواکي په وینا، د جمعې ورځې خبرې به له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو پر تبادلې او د فلسطیني بندیانو پر خوشې کولو متمرکزې وي.

دغه مصري چارواکي هیله ښودلې، چې له اسرائیل سره خبرې اترې به د یوې سترې موافقې او د جګړې د پای ته رسولو په هدف دوام وکړي.

مصر چې د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې د منځګړي رول لوبوي، هڅه کوي چې د دواړو غاړو اصلي غوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه، دغه لوري‌ جوړجاړي ته ورسوي.

حماس ویلي چې د دایمي اوربند او د غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو له غوښتنې څخه به شا نه شي، خو اسرائیل دغه دواړه غوښتنې رد کړې دي.

اسرائیل ویلي دي چې دوی به د حماس تر بشپړې ماتې پورې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او تر هغه وروسته به په غزه کې خپل پوځي ځواکونه وساتي.

د حماس یو چارواکي باسم نعیم، اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زموږ له خوا د ویلو لپاره کومه نوې خبره نشته. "

اسرائیل ته د مصري جګپوړي پلاوي سفر پداسې حال کې تر سره کیږي،‌ چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، د حماس وسله والو د تیر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل کې له ناڅاپي برید وروسته، شاوخوا ۱۱۷۰ کسان ووژل او ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل. د دغو مقاماتو په خبره،‌ د یرغمل شویو کسانو له جملې څخه شاوخوا ۱۲۹ یې په غزه کې ساتل کیږي او ښايي ۳۴ یې وژل شوي وي.

په ورته وخت کې د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ا سرائیل او حماس تر منځ د شپږ میاشتني جګړې په ترڅ کې له ۳۴ زره څخه زیات کسان وژل شوي دي. د یاد وزارت د مسؤلینو په خبره، د مرګ ژوبلې لږترلږه دوه پر دریمه برخه ماشومان او ښځې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG