د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) د ارمنستان او اذربایجان له مشرانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د ځنډیدلو مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمې د واک پر سر له څو لسیزو راهیسې په شخړه کې بند پاتې دي. اذربایجان د سپتمبر په میاشت کې له ارمني بېلتون غوښتونکو څخه دا سیمه بېرته ونیوله.

واشنګټن، بروکسل او مسکو ټول د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره په ډیپلوماټیکو هڅو بوخت دي، خو د سولې یو پراخ تړون تراوسه ندی رامنځته شوی.

اذربایجان د روانې میاشتې په پیل کې واشنګټن په بې پرېتوب تورن کړ، او په هغو خبرو کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه چې ټاکل شوې وه چې په واشنګټن کې ترسره شي.

بلینکن د سه شنبې په ورځ د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره په یو تلیفوني تماس کې د متحده ایالاتو او "اذربایجان ترمنځ تل پاتې اړیکو" ته اشاره وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په خبرو کې همدارنګه "په اړیکو کې د وروستیو اندیښنو یادونه وشوه."

دغه تلیفوني تماسونه د هغو هڅو برخه بلل شوي چې د اذربایجان او امریکا ترمنځ د ډیپلوماتیکي ترینګلتیا سره سره، په سیمه کې د شخړې د هواري په موخه امریکا په خبرو اترو کې د مرکزي رول لوبولو ته ستون شي.

د نومبر په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جیمز اوبراین وویل، واشنګټن اذربایجان ته یو شمېر لوړ پوړي سفرونه لغوه کړي او په قره باغ کې یې د باکو د سپټمبر د ۱۹مې یو ورځني پوځي عملیات غندلي دي.

وروسته له هغه چې اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمه بیرته ونیوله، نږدې ټول ۱۰۰ زره ارمني اوسیدونکي یې ارمنستان ته وتښتیدل او په هغه هیواد کې یې د کډوالو کړکیچ رامینځته کړ.

ناګورنو قره باغ په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل شوی، خو د لسیزو راهیسې د اکثریت ارمنیانو کور و او د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې د ارمنستان پلوه بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې و.

باکو وویل چې ولسمشر علییف بلینکن ته ویلي چې "د امریکا وروستیو څرګندونو او اقداماتو د اذربایجان او امریکا اړیکې جدي زیانمنې کړي دي."

خو اذربایجاني مقاماتو ویلي، دواړو خواوو موافقه کړې چې اوبراین به د دسمبر په میاشت کې اذربایجان ته سفر وکړي، او بلینکن ژمنه کړې چې د اذربایجان پر چارواکو متحده ایالاتو ته د سفر بندیز لیرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په خبره، بلینکن په یوه جلا تلیفوني اړیکه کې د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره هم خبرې کړي ترڅو "د سولې د دوامدارې او باعزته موافقې ته د رسیدو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ" روښانه کړي.

د نړیوالو په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په خبرو کې تر اوسه لږ پرمختګ شوی، خو د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي چې د روان کال تر پایه به یو هراړخیز تړون لاسلیک شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG