د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان فرانسه په قفقاز کې د جګړې په پارولو تورنه کړه


ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمې د مالکیت پر سر د لسیزو راهیسې په شخړه کې ښکېل دي او تراوسه یې دوه ځله جګړه کړې ده.
ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمې د مالکیت پر سر د لسیزو راهیسې په شخړه کې ښکېل دي او تراوسه یې دوه ځله جګړه کړې ده.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) فرانسه تورنه کړه چې د باکو سرسخت مخالف هېواد ارمنستان ته د وسلو په ورکولو سره په قفقاز کې جګړه پاروي.

ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمې د مالکیت پر سر د لسیزو راهیسې په شخړه کې ښکېل دي او تراوسه یې دوه ځله جګړه کړې ده.

اذربایجان د سپتمبر په میاشت کې د ارمني بیلتون غوښتونکو په وړاندې د ګړندیو عملیاتو وروسته د ناګورنو قره باغ واک ترلاسه کړ.

علیوف په باکو کې یوې نړیوالې غونډې ته په یوه لیکل شوې بیانیه کې وویل: "[فرانسه] د ارمنستان په وسلو سمبالولو او د ارمنستان ځواکونه د غچ اخیستو ته په پارولو سره، زموږ په سیمه کې د نویو جګړو د هڅولو لپاره د یوې پوځي تګلارې په توګه کار کوي."

په دغه بیان کې چې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د سلاکار لخوا ولوستل شوه، علیوف وویل چې پاریس "نه یوازې په خپلو پخوانیو او اوسنیو مستعمرو کې، بلکې په جنوبي قفقاز کې هم ثبات ګډوډوي، چیرې چې دا د بیلتون غوښتونې او بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي."

اذربایجان له دې وړاندې هم څو ځله پر فرانسه باندې، چې زیات شمېر ارمنیایان پکې اوسیږي، دا تور لګولی چې د قفقاز سیمې په ځمکنۍ شخړه کې د ارمنستان ملاتړ کوي.

د پخواني شوروي اتحاد د دې دوو جمهوریتونو ترمنځ په نړیواله کچه د سولې په خبرو کې لږ پرمختګ شوی، خو د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي چې د روان کال تر پایه به د سولې هراړخیز تړون لاسلیک شي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د اروپايي ټولنې په منځګړتوب څو پړاوه مذاکرات کړې دي.

خو تیره میاشت علیوف په هسپانیه کې له پاشینیان سره په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړه او لامل یې له ارمنستان څخه د فرانسې ملاتړ یاد کړ.

ټاکل شوې وه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په دغو خبرو کې د منځګړیو په توګه د اروپايي ټولنې له مشر چارلس میشل سره یوځای ګډون ولري.

د پنجشنبې په ورځ، باکو د ارمنستان سره د اړیکو عادي کولو په هدف په واشنګټن کې په مذاکراتو کې له ګډون څخه هم ډډه وکړه او متحده ایالات یې د "جانبدارانه" دریځ په لرلو تورن کړ.

تر دې دمه، د خبرو اترو د بل پړاو تنظیمولو لپاره د اروپايي اتحادیې په هڅو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG