د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن ترکیې ته د سفر پر مهال، غزې ته د لا زیاتو مرستو رسېدو ژمنه وکړه


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان (ښۍ) سره د ترکیې د بهرنیو چارو په وزارت کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان (ښۍ) سره د ترکیې د بهرنیو چارو په وزارت کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل چې واشنګټن په غزه کې بند پاتې ملکي وګړو ته د مرستو رسولو د پراختیا لپاره "جدي هلې ځلې " کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ۲.۵ ساعته خبرو او همدارنګه د نورو سیمه ایزو مشرانو سره په کتنو کې، بلینکن هڅه کړې چې د اسرائیل او حماس د جګړې په تړاو د متحده ایالاتو د دریځ په رڼا کې سیمه ایز جوړ جاړی رامنځته شي.

بلینکن سیمې ته د خپل سفر په پای کې وویل: "ښکاره ده چې موږ پر ټولو مسایلو همغږي نه یو، خو داسې مشترک دریځونه شته چې له مخې یې موږ ګډ کار وکړو."

ترکیې چې د ناټو غړیتوب لري، د حماس وسله والو پر ضد د اسرائیل پر بریدونو نیوکې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د بلینکن او فیدان د کتنې هم مهاله، په سلګونو کسانو د دغه وزارت د ودانۍ دباندې او په لسګونو نورو په انقره کې د امریکا سفارت ته څېرمه مظاهرې وکړې.

انقرې ته د بلینکن د سفر سره په یو وخت، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د ترکیې په شمال ختیځ کې پرتو سیمو ته سفر وکړ.

له دې یوه ورځ مخکې، قهرجن مظاهره چیان د ترکیې په جنوب ختیځ کې پر هغې هوایي اډې ورغلل چې امریکایي پوځیان پکې میشت دي او پولیسو د هغوی د خورولو دپاره له اوښکې بهونکو ګازو او اوبو کار واخیست.

بلینکن خبریالانو ته وویل چې واشنګټن په غزه کې د "ویرونکي زیان" په اړه د ترکیې له "ژورې اندیښنې" څخه خبر دی. هغه وویل: "موږ لکه څنګه چې ما وویل، غزې ته د لا زیاتو بشري مرستو د رسولو لپاره په جدي توګه کار کوو او د دې هدف لپاره موږ خورا مشخصې لارې لرو... په راتلونکو ورځو کې به غزې ته د لا زیاتو مرستو رسېدو شاهدان اوسو."

د ترکیې یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې فیدان پر بلینکن "په غزه کې د سمدستي اوربند کیدو" په اړه فشار راوړی دی. د فرانس پرس خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې یاد نه دی ښودل شوی، ویلي: "فیدان بلینکن ته وویل چې په غزه کې د ملکي اهدافو بمبارول او د زیربناوو ویجاړول د منلو وړ ندي."

د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۱۴۰۰ زیاتره ملکي اسرئیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ اسرئیلیان او د بهرنیو هېوادونو اتباع یرغمل شوي دي.

د حماس د برید په ځواب کې، اسرائیل غزه د خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولی چې د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، تر دوشنبې ورځې پورې، تر ۱۰ زرو زیات کسان چې اکثره یې فلسطیني ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG