د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان په غزه کې د 'بشر ضد جرمونو' د دریدو په خاطر د اوربند غوښتنه وکړه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د نومبر په دریمه (لړم ۱۲) د اسرائیل او حماس ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په غزه کې د «بشریت ضد جنایت» باید ودرول شي.

اردوغان چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د شخړې پر ترڅ کې یې له فلسطینیانو خپل کلک ملاتړ څرګند کړی په داسې حال کې چې ځان یې د منځګړی په توګه تثبیت کړی، د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې هم ګډون کړی دی.

اردوغان چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه كې یې د ترك توکمه هېوادونو د مشرانو په غونډه كې یې وینا کوله، وویل: "داسې کوم مفهوم نشته چې د اکتوبر له اوومې راهیسې هغه وحشت چې مونږ یې شاهد یو توضیح یا توجیه کړي."

د ترکیې ولسمشر په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمینځ د جنګ د دوام په اړه زیاته کړه: "په څرګنده ووایم: له ۲۸ ورځو راهسې په غزه کې د بشریت ضد جنایتونه ترسره شوی دی."
اردوغان ټینګار وکړ چې "زموږ لومړیتوب د سمدستي بشردوستانه اوربند رامینځته کول دي"، هغه زیاته کړه چې ترکیه په فعاله توګه "د ټولو خلکو د امنیت د تامین لپاره په نوي میکانیزمونو د هغوی مذهبي سابقې ته له پام پرته که مسلمان، مسیحي یا یهودي وي" کار کوي.

ښاغلي اردوغان وويل: ''د سولې د یو نړيوال کنفرانس لپاره د شرايطو د رامنځته کولو په خاطر زموږ هڅې دوام لري''، خو نوموړي د دغه نړيوال کنفرانس د جوړېدو د څرنګوالي په اړه جزئيات ورنه کړل.

پر اسرائیل باندې د حماس ډلې د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې له بریدونو وروسته اسرائیل د غزې په تړانګه باندې د غچ اخیستلو لپاره سخت هوايي، توپچي او اوس ځمکني بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیلي مقاماتو په وینا د حماس په برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنترول لاندې دی، ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه د ۳۷۶۰ ماشومانو او سلګونو ښځو په ګډون له ۹۲۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل ویلي دي چې ملکي وګړي نه په نښه کوي او هڅه کوي چې د حماس ډله چې د اکټوبر د اوومې د بریدونو مسؤول ده، له منځه یوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG