د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن غزې ته د بشري مرستو او د کړکیچ د پراخیدو مخنیوي لپاره سیمې ته بیا سفر وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې ترکیې ورسیدی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې ترکیې ورسیدی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې د جمعې په ورځ، جنوري ۵ (مرغومی ۱۵مه) ترکیې ورسید، ترڅو په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې په اړه د سیمې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، دا منځني ختیځ ته د ښاغلي بلینکن څلورم سفر دی.

منځني ختیځ ته د بلینکن د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند میتیو میلر وویل، چې ښاغلي بلینکن به د خپل دغه سفر په لړ کې اسرائیل، په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې او همداراز د پنځو عربي هېوادونو؛ مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې بلینکن د شنبې په ورځ، جنوري شپږمه، په استانبول کې له خپل ترکي سیال هاکان فیدان او بیا له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري. اردوغان د غزې په جګړه کې د اسرائیل څخه د امریکا د ملاتړ له امله پر واشنګټن سختې نیوکې کړي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبریالانو ته وویل:"موږ تمه نه لرو چې د دغه سفر په ترڅ کې به هره خبره اسانه وي. ښکاره ده چې ستونزمنې مسلې او ستونزمنې ټاکنې په مخکې دي." خو نوموړي زیاته کړه، چې ښاغلي بلینکن پدې اند دی چې دا د متحده ایالاتو مسؤولیت دی چې د دې ستونزو سره د مقابلې لپاره د ډپلوماتیکو هڅو مشري وکړي.

بلینکن منځني ختیځ ته د خپلو دریو پخوانیو سفرونو په ترڅ کې هڅه وکړه چې د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي، خو منځني ختیځ ته د امریکا د دغه لوړپوړی ډپلوماټ اوسنی سفر پداسې حال کې ترسره کیږي، چې لبنان، عراق، یمن، سوریه او ایران د یو لړ بریدونو شاهد وو.

په لبنان کې دننه‌ په پراخه کچه داسې انګیرل کیږي چې د سه شنبې ورځ برید چې د حماس یو لوړ پوړی مشر پکې ووژل شو، د اسرائیل لخوا ترسره شوې دی.

په ورته وخت کې ایران پلوه حوثي یاغیانو د غزې سره د پیوستون په ښودلو سره په سور سمندرګي کې پر تجارتي بیړیو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.

همدارنګه ایران د چهارشنبې په ورځ د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسې ترټولو وژونکي برید سره مخامخ شو. د چهارشنبې په ورځ جنوري دریمه، د ایران په کرمان ښار کې هغه ځای ته څېرمه دوه غبرګې چاودونې وشوې چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسم په کې ترسره کېدل. پيښه کې لږ تر لږه ۸۴ کسان ووژل شول او نږدې ۱۷۱ تنه نور ټپیان شول.‌

تهران په پیل کې ددې چادونو پړه پر اسرائیل او متحده ایالاتو واچوله،‌ خو هم وروسته د اسلامي دولت ډلې (داعش) یې مسؤولیت پر غاړه واخیسته.

د فرانس پرس د خبري اژانس د رسمي ارقامو له مخې، پر اسرائیل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې برید وروسته چې د شاوخوا ۱۱۴۰ تنه پکې ووژل شول، د ولسمشر بایډن ادارې د تل ابیب څخه په پرله پسې توګه ملاتړ کړی دی.

متحده ایالاتو دوه ځلې د اوربند غوښتنې پر وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې خپل مخالفت څرګند کړ، کوم چې په عربي نړۍ کې یې غصه راپارولې. همداراز څو ورځې وړاندې بلینکن د دویم ځل لپاره د امریکا د کانګرس څخه اسرائیل ته د وسلو د استولو غوښتنه وکړه.

بلخوا، ولسمشر بایډن د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم غصه دی، ځکه چې هغه (نتیاهو) د حماس تر ولکې لاندې د غزې پر تړانګه باندې د پرله پسې غچ اخیستونکي بریدونو په ترڅ کې، ددغه سیمې ډیره برخه ویجاړه کړې ده.

د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته اسرائیل د غزې په تړانګه کې درانه ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیل د بریدونو له پیله تر اوسه ۲۲۶۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

همدارزا د غزې د تړانګې د بې وزلو او محاصره شویو سیمو زیاتره اوسیدونکي د اسرائیل د پرله پسې بریدونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG