د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او فرانسې د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د پراخیدو د مخنیوي غوښتنه وکړه


د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کترین کولونا دواړه پدې موافق دي چې په لبنان او ایران کې له بریدونو وروسته د منځني ختیځ د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې دغو دوو لوړپوړو ډپلوماتانو یوه ورځ وړاندې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې، "د غزې د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو د اهمیت په اړه بحث وکړ، چې په کې په لویدیځه غاړه کې د تاو تریخوالي د کمولو او په لبنان او ایران کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مثبتو ګامونو پورته کول" شامل دي.

دا ټیلیفوني اړیکه منځني ختیځ ته د ښاغلی بلینکن د یو بل سفر څخه یوه ورځ مخکې وشوه، بلینکن پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې نیټې د برید او په نتیجه کې یې پر غزه باندې د اسرائیل د غچ اخیستونکو بریدونو د پیل راهیسې د څلورم ځل لپاره سیمې ته سفر کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون مخکې له اسرائیل څخه غوښتي وو چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، "په ځانګړې توګه په لبنان کې"، چیرې چې پر اسرائیل شک دی چې د سه شنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمینې بیروت کې په یو برید کې د حماس یو لوړ پوړی مشر وژلی دی.

متحده ایالاتو وایي چې د لبنان د برید په اړه دمخه خبر نه وو، خو د حماس د ډلې دویم وژل شوی مشر صالح العاروري یې یو "ظالم ترهګر" وباله.

په ایران کې، چې دولت یې د حماس ملاتړ کوي، د چهارشنبه په ورځ د سپاه پاسداران د یو قوماندان جنرال قاسم سلیماني د مړیني د څلورم تلین د مراسمو په څنډه کې په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۸۴ کسان ووژل شول. قاسم سلیماني څلور کاله وړاندې د متحده ایالاتو په هدفي برید کې وژل شوی و.

خو د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په خپل ایکس پاڼې کې تورلګولی دی چې دا برید د امریکا او اسرائیل کار دی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي دي چې اسرائیل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG