د لاس رسي وړ اتصالات

په بیروت کې د حماس د سیاسي مرستیال د جنازې مراسم ترسره شول


 د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حماس ډلې د وژل شویو چارواکو د جنازې د مراسمو ګډونوال
د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حماس ډلې د وژل شویو چارواکو د جنازې د مراسمو ګډونوال

د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حماس ډلې د دویم جګپوړی مقام، صالح العاروري د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۴(مرغومی ۱۴مه) ددغه ډلې د زرګونو‌ ویرجنو پلویانو لخوا تر سره شول.

۵۷ کلن العاروري چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام له بنسټګرو څخه وو، د سه شنبې په ورځ‌، جنوري دویمه، د بیروت په جنوب کې له پنځو تنو سره په یو برید کې چې پړه یې پر اسرائیل اچول شوې ده، ووژل شو.

العاروري چې تر وژل کېدو وړاندې د حماس دویم جګپوړی شخص ګڼل کیده، د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د ناڅاپي‌ برید په ګډون په یو شمیر بریدونو کې په لاس لرلو تورن وو.

په ورته وخت کې، حماس د هغه او د فلسطیني وسله والې ډلې د پنځو نورو غړو د وژلو د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ د حماس زرګونو پلویانو پداسې حال کې چې د صالح العاروري او ددغه ډلې د دوو نورو غړو تابوتونه چې د فلسطین او حماس په بیرغونو پوښل شوي وو، لیږودل، د "الله اکبر" او همدارنګه "ابو عبیده، تل ابیب بمبار کړه" شعارونه ورکول.

د حماس او د لبنان امنیتي چارواکو ددغه برید پړه پر اسرائیل اچولې ده. بلخوا د لبنان یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي چې العاروري او ملګري‌ یې د رهبري شوي توغندیو په واسطه ویشتل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ دریمه، د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د برید تر شا د اسرائیل لاس دی، خو اسرائیل تر اوسه ددغ برید مسوولیت نه دی منلی.

صالح العاروري د حماس ډلې تر ټولو جګپوړی کس دی چې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د برید وروسته وژل کېږي.

د عمان غنوم په نوم یو ویرجن د فرانس پرس خبري‌ اژانس ته وویل: "د صالح العاروري او یا د کوم بل فلسطیني رهبر وژل یو ناکامه هڅه ده، ځکه چې مقاومت به نور نوي مشران پیدا کړي."

دغه ۳۵ کلن فلسطینی وویل چې د صالح العاروري او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې ځکه برخه اخلي، چې دده په وینا "په غزه کې د نسل وژنې او د اسرائیل لخوا د لبنان د حاکمیت سرغړونه وغندي".

بلخوا د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هانیه د صالح العاروري او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې له وړاندې ثبت شوې وینا کې وویل: "دښمن فکر کوي چې د صالح العاروري په وژلو سره به مقاومت مات کړي او خپل شرایط به پلي کړي."

د هانیه په پیغام کې ویل شوي: "دوی [دښمن] ناکامه شوی او هیڅکله به ونشي کړای چې حماس دې ته اړ کړي چې خپلې غوښتنې، خپل لید او تګلاره پریږدي."

د حزب الله مشر حسن نصرالله، هم د چهارشنبې په ورځ په یوه وینا کې اسرائیل ته په لبنان کې د جګړې د پیلولو په اړه خبرداری ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د لبنان حزب الله ډله به له زغم پرته جګړه وکړي.

د حماس یو شمیر شخصیتونه په جلاوطنۍ کې په لبنان کې د حزب الله تر ملاتړ لاندې ژوند کوي.

د فرانس پرس د خبري اژانس د رسمي ارقامو له مخې، پر اسرائیل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې برید وروسته چې د شاوخوا ۱۱۴۰ تنه پکې ووژل شول، اسرائیل د حماس د "له منځه وړلو" ژمنه وکړه.

په غزه کې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د روغتیا وزارت مسؤولین وايي، پر غزې د اسرائیل په هوايي او ځمکینو بریدونو کې تر اوسه ۲۲۴۳۸ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

همدارنګه د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په سرحدي سیمه کې د اسرائیل او د لبنان حزب الله ډلې ترمنځ نږدې هره ورځ د ډزو تبادله کیږي.

د سه شنبې د ورځې برید چې د حماس د پوځي څانګې "عزالدین القسام" بنسټګرو او سیاسي مرستیال صالح العاروري په کې ووژل شو، د لبنان په پلازمینه کې د جګړې له پیل راهیسې لومړی برید و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG