د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د هوايي‌ ډګر پولیس بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي 


د افغانستان سرحدي پولیس
د افغانستان سرحدي پولیس

د کابل د نړیوال هوايي‌ ډګر پولیس بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي او له طالبانو سره یو ځای د هوايي‌ ډګر په امنیتي پوستو کې کار کوي.

دغه سرحدي پولیس افسران وايي‌ چې طالب مشرانو ورته زنګونه وهلي او بېرته یې خپلو دندو ته وربللی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي د دوی خبریالانو لیدلي دي‌ چې د مخکني حکومت سرحدي پولیس افسران د کابل د هوايي ډګر په امنیتي پوستو کې په دندو بوخت دي.

اژانس وايي دا پولیس د کابل د هوايي ډګر د اصلي ودانۍ څخه د باندې امنیتي پوستو ته انتقال شوي دي او همدغه راز د ترمینل په داخل کې هم لیدل شوي دي.

ځینو پولیس افسرانو، چې نومونه یې نه دي خپاره شوي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې هغوی له څو اونیو وروسته بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي دي.

یو پولیس افسر وویل: «له څه باندې دوو اونیو وروسته، پرون بېرته کار ته راغلم.».

همدغه راز یو بل پولیس افسر ویلي دي: «لوړ پوړیو طالب قومندانانو راته زنګونه ووهل چې بېرته کار ته را وګرځم. پرون ډېره ښه ورځ‌ وه. ډېر خوشحال یم چې بیا خدمت کوم.»

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او له هغه وروسته د مخکني حکومت ټولو پولیس افسرانو او مامورانو خپلې دندې پرېښودې. امریکا د کابل هوايي ډګر ته شاوخوا ۶۰۰۰ عسکر د تخلیې د ماموریت لپاره واستول.

امریکايي چارواکي وايي شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان یې له کابل څخه بهر انتقال کړي دي، په دوی کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ امریکایي اتباع، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، حکومتي چارواکي، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور خلک شامل دي.

امریکایي ځواکونه د اګست په ۳۱ د کابل له هوايي ډګر څخه ووتل، طالب چارواکي وايي‌ چې د کابل د هوايي‌ ډګر ډېر تاسیسات زیانمن شوي دي.

قطر او ترکیې خپلې تخنیکي ډلې کابل ته واستولې چې د دغه هوايي ډګر په بیا رغولو او پرانیستلو کې مرسته وکړي.

له څه ځنډ وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه داخلي او د بشري مرستو لپاره پروازونه پیل شوې او تمه ده چې نور عادي ملکي پروازونه هم پیل شي.

XS
SM
MD
LG