د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له دموکراتیکو هېوادونو وغوښتل چې د ټکنالوژۍ له لارې د خلکو سره مرسته وکړي


انتوني بلینکن، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر
انتوني بلینکن، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د نړۍ له دموکراتیکو هېوادونو غوښتي چې په ګډه کار وکړي، د دموکراتیکو ارزښتونو د ودې لپاره له ټکنالوژي کار واخلي او د استبدادي رژیمونو لخوا د اتباعو د ځپلو، کنټرول او ویشلو مخه ونیسي.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۰) د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کوربتوب د دموکراسۍ نړیوالې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې ټکنالوژي دا وخت "په نړۍ کې ژوند تنظیموي" او زیاتره هېوادونه د ډموکراتیکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د اتباعو د ژوند د ښه کولو دپاره له ټکنالوژۍ کار اخلي.

هغه مالدیپ ته اشاره وکړه، چیرته چې د محکمې غونډې انلاین دایریږي؛ مالیزیا، چیرې چې تیر کال د درې میلیونو نويو رایه ورکوونکو د راجستر کولو لپاره انټرنیټ کارول شوی؛ او استونیا، چیرې چې دولتي خدمات په چټکۍ او ډیر ساده ډول د انټرنیټ له لارې وړاندې کیږي.

بلینکن وویل چې انټرنیټ د غلطو معلوماتو خپرولو او د کرکې خپرولو لپاره ډیر کارول کیږي. هغه وویل چې متحده ایالات او ددې هېواد دموکراتیک ملګري باید د آزاد او خوندي انټرنیټ د ودې لپاره قواعد او نورمونه رامنځته کړي.

د چهارشنبې په ورځ ، د اتو اروپایی هیوادونو صدراعظمانو د لویو ټولنیزو شبکو د رئیسانو ته یو پرانیستی لیک واستاوه، او پر هغوی یې غږ وکړ چې په خپلو شبکو کې د غلطو معلوماتو د خپریدو مخنیوی پیاوړی کړي. دا لیک د اوکراین، مالدووا، پولنډ، چک جمهوریت، استونیا، لاتویا، لیتوانیا او سلواکیا مشرانو لاسلیک کړی دی.

په عین وخت کې، په واشنګټن کې د دموکراسې په روانه غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش خبرداری ورکړ چې د دموکراسۍ ارزښتونه، د قانون حاکمیت او د بشري حقونو درناوی په ټوله نړۍ کې تر برید لاندې دي.

نوموړي وویل: "په مدني فعالیتونو د کار ساحه په تنګیدو ده، اساسي حقونه کم شوي دي، او مدني آزادي له منځه وړل کیږي. د بیان ازادي په چټکۍ د له منځه تګ په حال کې ده."

ګوټیریش په هیوادونو غږ وکړ چې د باور فضا رامینځته کړي او د نابرابرۍ مخه ونیسي.

د دموکراسۍ د ودې دپاره د امریکا ۶۹۰ میلیون ډالر مرسته

په دغه غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دموکراسۍ د ودې لپاره د یو شمیر پروګرامونو اعلان وکړ. هغه وویل، په پلان کې لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې د دموکراسۍ د ودې د پروګرامونو د تمویل لپاره نور ۶۹۰ ملیون ډالر اضافه کړي.

نوموړي ددې اوږدمهالو پروګرامونو په هکله وویل: "د دریو کلونو په جریان کې، زموږ حکومت اراده لري چې د کانګرس سره کار وکړي ترڅو په ټوله نړۍ کې د دموکراسۍ د پرمختګ لپاره ۹.۵ ملیارده ډالر ولګوو."

بایډن زیاته کړه چې ټکنالوژۍ ته به ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو دموکراتیکې حکومتولۍ ته وده ورکړي. بایډن په دې اړه خپل وروستي فرمان ته اشاره وکړه چې له مخې یې پر هغو شرکتونو بندیزونه لګول کېږي چې د سوداګریز څار، مخالفانو، فعالانو او ژورنالیستانو د په نښه کولو په موخه ورڅخه ناوړه ګټه اخلي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په انلاین بڼه د ډموکراسۍ غونډې ته وینا وکړه او نړیوالو ته یې وریاده کړه چې د روسیې د یرغل په وړاندې د هغه د هیواد ملاتړ مهم دی.

نوموړي وویل: "روسیه له اوږدې مودې راهیسې له تاسو ټولو سره، له ډیموکراسۍ سره په جګړه کې ده، او د ناسمو معلوماتو د خپرولو، په ټاکنو کې د لاسوهنې، جاسوسۍ، فساد، صادراتو او انټرنیټ له لارې جګړه کوي."

هغه یوځل بیا د نورو وسلو غوښتنه وکړه تر څو سږکال د اوکراین بریا تضمین کړي.

په ورته وخت کې په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان سره د تهران د منځګړیتوب پر هڅو خبرې وکړې. عبداللهیان د لاوروف سره تر لیدنې وروسته وویل: "موږ د اوکراین په اړه بحث وکړ. موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې د جګړې په درولو کې مرسته وکړي."

بلخوا د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ څخه د لیدنې پرمهال د کیف او مسکو څخه وغوښتل چې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG