د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د افغان ښځو او نجونو حمایت ته ژمن یو


انتوني بلینکن
انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو حمایت او په نړۍ کې جنسیتي مساواتو ته ژمن دی.

بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل اتمه) د «ښځو وضعیت د دموکراسۍ وضعیت دی» تر عنوان لاندې یوې غونډې کې وویل چې طالبان ښځې له ژوند څخه منزوې کوي.

هغه وویل: «په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ژوند څخه د ښځو د منزوي کېدو د ورځنیو هڅو سره سره،‌ هلته لا هم ښځې مظاهرې کوي. هغوی لا هم لارې چارې لټوي چې د بشري حقونو څخه سرغړونې مستندې کړې. هغوی لا هم د خپل هېواد د روښانه راتلونکې لپاره مبارزه کوي.»

طالبانو په افغانستان کېله بیا واکمن کېدو وروسته په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه ولګول، د نجونو متوسطه او عالي‌ لېسې یې بندې کړې او د پوهنتون دروازې یې هم په مخ ور وتړلې.

همدغه راز یې له یوې محدودې استثنا پرته د ښځو په کار، اجتماعي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز مشارکت باندې هم بندیز ولګوه.

انتوني بلینکن وویل چې امریکا د افغان ښځو او ټولو هغو خلکو تر څنګ ولاړه ده چې په نړۍ کې د ښځو د ازادۍ،‌ مساواتو او حقوقو لپاره کار کوي او په خبره یې هېواد یې د «دپلوماسۍ له لارې» د جنسیتي مساواتو او ښځو د حقونو حمایت ته ژمن دی.

هغه وویل ښځې یوازې په سختدریځه نظامونو کې له ستونزو سره مخامخې نه دي، بلکې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم د تعلیم او کار له مساوي فرصتونو څخه محرومې کړل شوي دي.

بلینکن وویل چې په مجازي نړۍ کې هم «خبریالانې، فعالانې، سیاستوالې او نورې ښځې» له بد رفتارۍ څخه کړېږي.

هغه زیاته کړه چې اکثریت زیانمنې شوې «عدالت ته لاسرسی نلري. ښځې له داسې تبعیضونو سره مخامخ دي چې زیان ورسوي.» انتوني بلینکن وویل چې دا ډول تبعیضونه د زده کړو، صحي خدمتونو او ملکیت د لرلو په برخو کې د ښځو د لاسرسي مخه نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران ښځې وستایلې چې په خبره یې «د لوی ګواښ» سره سره بیا هم د رژیم په ضد یې مظاهرې وکړې، خپل غږ اوچتوي او د «، ښځه، ژوند او ازادۍ» شعار ورکوي.

XS
SM
MD
LG