د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له اوکراین سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن پنجشنبه اپریل څلورمه (وري ۱۶) وویل چې د اوکراین لپاره نورې مرستې ضروري دي.

نوموړي د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د متحدو ایالتونو په ګډون به د ناټو ټول غړي اوکراین ته د اړتیا وړ سرچینو په برابرولو کې هڅې لا زیاتوي.

داسې اندېښنې شته روسیه د چین، ایران او شمالي کوریا په مرسته د خپل دفاعي صنعت بنسټونه غښتلي کوي. ناټو په عمومي ډول اوکراین ته وسلې ورکوي، خو له روسیې سره د مخامخ تقابل د ویرې له کبله اوس کیف ته د غیر وژونکو مرستو په برابرولو متمرکز شوی دی.

بلینکن وویل: "تر ۳۰ زیاتو هېوادونو(تړون) لاسلیک کړی دی او یا له اوکراین سره د دوه اړخیزو تړونونو د لاسلیک کولو لپاره په خبرو بوخت دي او موږ متحده ایالتونه په خپل دوه اړخیز تړون باندې کار کوو."

د پنجشنبې په ورځ بلینکن تر غونډې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمترو کولیبو سره په بروکسل کې ولیدل او له روسیې سره یې د جګړو د وضعیت او له اوکراین سره د مرستو د زیاتوالي په لارو چارو وغږېدل.

ناټو تېره ورځ خپله ۷۵مه کلیزه ونمانځله او ټاکل شوې ده چې متحده ایالتونه به د روان کال د جولاۍ له نهمې نېټې څخه تر ۱۱ نېټې پورې د ناټو د غړو هېوادونو کوربه وي او بلینکن له کولیبو سره د دغې غونډې په لومړیتوبونو خبرې کړې دي.

بلینکن زیاته کړه: "اوکراین به د ناټو غړی شي. زموږ د دغې سرمشریزې هدف دا دی چې د دغه غړیتوب لپاره یو پل جوړ او د اوکراین د وړاندې تګ لپاره یوه لاره برابره کړو."

هغه همدغه راز د متحدو ایالتونو کانګرس ته هم اشاره وکړه چې باید له اوکراین سره د مرستو لپاره عاجل اقدام وکړي. کانګرس له څو میاشتو راهېسې د سپینې ماڼۍ له لوري له اوکراین سره د مرستو په وړاندیز شوې طرحې بحثونه کوي او لا یې تصویب کړې نه ده.

ولسمشر جو بایډن د جمهوریت غوښتونکو غړو څخه غوښتي دي چې له اوکراین سره د پوځي او مالي مرستو طرحه ژر تصویب کړې، خو دغو غړو په دې اړه اقدام ځنډولی دی او داخلي مسائیلو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

تېره ورځ بلینکن د ناټو له مشر ینس سټولټنبرګ سره هم په دې اړه خبرې وکړې چې څنګه د اوکراین لپاره د ۱.۸ میلیارد ډالرو پوځي مرستې برابر شي. دا پنځه کلن پلان د ناټو د مشر له لوري وړاندې شوی چې په کې د ناټو ټول غړي دخېلوي چې د پوځي مرستو په برابرولو کې برخه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG