د لاس رسي وړ اتصالات

د ناکامورا جسد جاپان ته ورسید


د جاپاني ډاکتر او خیریه کارکوونکي تتسو ناکامورا جسد نن د یکشنبې په ورځ (دسمبر ٨) جاپان ته ورسید. ډاکتر ناکامورا په افغانستان کې د څو لسیزو خدمت وروسته څو ورځې مخکې د پنځو افغان همکارانو سره یوځای په ننگرهار کې ووژل شو.

هغه الوتکه چې د ناکامورا (کاکا مراد) جسد یې انتقالوه، نن توکیو ته نژدې په ناریتا هوایي ډگر کې ښکته شوه.

٧٣ کلن ناکامورا د چهارشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د هغه موټر په یو وسله وال برید کې ووژل شو. هغه د ١٩٨٠ لسیزې راهیسې په ننگرهار ولایت کې د روغتیا او کرهڼې په برخه کې په خدمت بوخت و.

ددغه برید مسولیت چې ډاکتر ناکامورا او پنځه افغان همکاران یې په کې ووژل شول هیچا او یا کومې ډلې ندی منلې.

د ناکامورا وژنه چې د افغانستان افتخاري تابعیت یې درلود د افغانانو پراخ غبرگون راوپاروه او د افغانستان په څو ښارونو کې خلکو د هغه په یاد او ویاړ شمعې بلې کړې او د گلانو گیډۍ یې کښیښودلې.

د افغانستان د مختلفو ښارونو ترڅنگ د شنبې په ماښام د امریکا د متحده ایالاتو په پایتخت واشنگټن ډي سي هم د ناکامورا یادښت وشو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره ورځ د کابل په هوایي ډگر کې ددغه جاپاني خیریه کارکوونکي د جنازه د لیږدولو په ځانگړو مراسمو کې گډون وکړ او د هغه جنازه یې پر اوږو واخیستله او د هغه کورنۍ ته یې ډاډگیرنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG