د نایجیریا جمهور رئیس ګوډ لک جانتن ژمنه کړې چې د دغه هېواد د کانو په ښار کې له یوه جومات څخه بهر به د څو پرله پسې بمي چاودنو او ډزو مسئول ترهګر پیداکړي.
په دغو بریدونو۸۱ تنه ووژل شول.
بریدونه له ګڼې ګوڼې څخه ډک په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه له پیل څخه لږ وروسته وشول، ډیر تلفات هغو کسانو ته ورسېدل چې د کانو د ښار د جامع جومات په انګړ کې په لمانځه ولاړل وو.
تراوسه پورې د نایجیریا په دوهم لوی ښار کې هیڅ چا د دغو بریدونو مسئولیت نه دی اخیستی خو شک کیږي چې د بوکوحرام ډلې به کړی وي، دغې ډلې تردې مخکې هم دې ته ورته حملې کړي دي.
د نایجریا په شمال کې تاوتریخوالي په میلیونونو نایجریان کډې کولو ته مجبورکړي.
د نایجریا د سره صلیب عمومي مسئول الحاجي بیلو دیرام له کډوالو سره د مرستې غوښتنه کوي.
" د سره صلیب نړیوال فدراسیون د نایجریا د سره صلیب د ټولنې په استازیتوب د نایجریا په شمال ختیځ کې له بغاوت څخه اغیزمن شویو کسانو سره د مرستې لپاره د دوه اعشاریه اووه میلیونه ډالرو مرستې غوښتنې کړې. "
د کانو د جامع جومات مسئولین د نایجریا د زیات رسوخ لرونکو دیني عالمانو له ډلې څخه دي چې په دې وروستیو کې یې د نایجریا له خلکو غوښتي وو چې وسلې دې راواخلي او د بوکو حرام پرضد دې وجنګیږي.
په کانو باندې له دې برید مخکې هم څو وارې د بوکوحرام د ډلې خوا بریدونه شوي او اوسېدونکي یې په ویره کې ژوند کوي.
د کانو اوسېدونکی امینو ګربا وایي " مونږ بالکل خوندي نه یو، پرون دلته د موټر یو ټایر وچاودېد، ټولو خلکو خپل شیان پرېښودل او وتښتېدل."
د نایجریا په شمال کې تاوتریخوالي د کامیرون د هېواد په اقتصاد هم منفي اغیزه کړې.
یو اوسیدونکی اریما امیدو وايي " له کله نه چې دا پېښې پیل شوې، تجارت دریدلی. نایجریایان نور دلته د خوراکي موادو د اخیستو لپاره نه راځي. مونږ هیڅ شی نه تولیدوو، د ژوند د اړتیاوو پوره کول سخت شوي دي. مالونه مو ټول په ګودامونو کې پراته دي."
د کامېرون سوداګر له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بوکو حرام له ځپلو سره د مرستې لپاره په جنګ کې برخه واخلي.
د نایجریا د امنیتي ځواکونو د پرسونل په شمول د بوکوحرام ډلې په زرهاوو هغه خلک په مسجدونو او نورو ځایونو کې وژلي چې له اسلام څخه د دوی له برداشت او تعبیر سره موافق نه دي.