د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یوې اداکارې په بلې اداکارې د جنسي تیري تور لگولی


Rakhi-Sawant-Tanushree-Dutta
Rakhi-Sawant-Tanushree-Dutta

د بالي ووډ یوې اداکارې راکي ساونت په یوې بلې اداکارې تنوشري دت د جنسي تیري تور لگولی دی.

د هند یوې اداکارې راکي ساونت د اکتوبر په ٢٥ یوې خبري غونډې ته په وینا کې په یوې بلې مشهورې اداکارې تنوشري دت تور لگولی دی چې څو ځله یې په هغې جنسي تیري کړیدي.

راکي ساونت خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دت یې پخوا ملگري وه او یو ځاې به یې وخت تیروه "زه نادانه ووم، ماته یې نشه راکړه. یواځې سړي جنسي تیري نه کوي، ښځې هم دا کار کوي. هغه همجنسبازه ده".

د یادونې وړ ده چې اغلې تنوشري دت چې د هند په یو مشهور اداکار نانا پاټیکر یې د جنسي ځورونو تور لگولی او په وروستیو کې د دغه تورونو له کبله پرې زیات بحثونه کیده، اوس د راکي ساونت د تورونو له کبله یو ځلی بیا د بحثونو موضوع شوه.

کله چې راکي ساونت خبریالانو ته وینا کوله نو ځینې خبریالانو وخندل چې په ځواب کې ورته هغې وویل "دا د خندا خبره نده، دا ریښتیا دي."

په ټولنیزو رسنیو د راکي ساونت دغه تورونو ته ځینو کسانو غبرگون ښودلی دی. د هندي فلمونو یوه خبریاله باوانا اروا وایي چې "هر یو کس په هغې پورې ملنډې کوي،ځکه دا راکي ساونت ده. خو کیدی شي دا ریښتیا وي."

یوه بله خبریاله ریتوپرنا چترجي پخپل ټویټر لیکي

"د جنسي تیري تورونه ټوکه نه ده. د همجنسبازانو کرکه کول ټوکه نه ده. که دا د راکي سره شوي وي او تنوشري دت په هغې جنسي تیری کړی وي نو پکار ده چې هغه دغه تعقیب کړي. که چیرې داسي نه وي شوي نو هغه دې د هر هغه کس نه بخښنه وغواړي چې جنسي تیری پري شوی وي."

د یادونې وړ ده چې په هند کې د اغلی دت په نانا پاټیکر د تورونو نه وروسته ځینو اداکارانو د هغې د ملاتړ اعلانونه کړي و او ځینو نورو کسانو بیا خپلې بدې خاط‏رې هم شریکې کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG