د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي ـ چارواکي


امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.
امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو نفوذي کسانو د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژلي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده نن شنبه جنورۍ ۱۶ ( مرغومې ۲۷) ویلي چې دغه پېښه تیره شپه د غوریان ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

ولیزاده وايي چې د طالبانو نفوذي کسانو د یادو سیمه ییزو پولیسو تر وژلو وروسته، وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته رسېدلی دی. بلخوا ځینو سرچینو بیا ویلي چې په دغه پېښه کې ۱۳ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د طالبانو یوه ویاند د دغه پېښې د مسؤلیت په منلو سره ویلي چې نفوذي کسان د سیمه ییزو پولیسو تر وژلو وروسته له دوی سره یوځای شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۹مه دغوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نقیب الله سلطانزوی هم له درې نورو پولیسو سره د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

غوریان له ایران سره پر پوله هرات ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده.

کابل او بغلان کې ماین چاودنې

بلخوا د کابل ښار دریمه امنیتي حوزه کې ماین چاودنې دوه پولیس وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه نن شنبه سهار څه باندې ۹ بجې د دریمې حوزې اړوند د (کابل پوهنتون) پر سرک د امنیه قوماندانۍ اړوند پر لنډکروزر موټر شوې ده.

ویل کیږي چې دغه چاودنه د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال پر موټر شوې ده، خو امنیتي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د بغلان مرکز پلخمري کې ماین چاودنې یو ملي پولیس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وايي، ماین په پلخمري ښار کې تر معدن پل لاندې ځای پر ځای شوی و چې نن سهار يې د پولیسو پر موټر چاودنه کړې ده.

د کابل او بغلان د نننیو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG