د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو وسله والو کابل ښار کې دوې قاضیانې په ډزو وژلي


ولسمشر غني د سترې محکمې پر ښځینه قاضیانو برید غندلی دی.
ولسمشر غني د سترې محکمې پر ښځینه قاضیانو برید غندلی دی.

امنیتي چارواکي وايي په کابل ښار ک ناپېژندل شویو وسله والو د سترې محکمې دوې قاضیانې په ډزو وژلي او موټر چلوونکی یې ټپي کړی دی.

دغه پېښه نن یکشنبه سهار جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د «تایمني سابقه» په لسم سرک کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د پېښې په تائید سره ویلي چې په دغه برید کې د سترې محکمې دوې ښځینه کار کوونکي وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړې: "نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د لسمې ناحیې اړوند «تایمني سابقه» سیمه کې د سترې محکمې دوې تنې ښځینه کار کوونکي د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې په شهادت رسېدلي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی."

​د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قایم بیا امریکا غږ ته وویل چې برید د یادې محکمې د کار کوونکو د عملې پر موټر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان له کور څخه دفتر ته پر لارو چې پر موټر ډزې کړي دي.

چارواکي وايي چې بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي، خو وايي د نیولو هڅې پيل کړي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني په کابل ښار کې پر ښځينه قاضیانو برید غندلی او هغه یې د اسلامي ارشاداتو او سولې مخالف کار بللی دی.

که څه هم د دغه برید مسولیت چا تر دې دمه نه دی منلی، خو په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو ښارژدافیر طالبان مسول ګڼلي دي.

راس ویلسن په خپل ټویټر کې دا پېښه غندلې ده.

په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر مدني فعالانو، خبریالانو او ښځينه مامورینو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

پرون شنبه بیا د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

تیره اونۍ بیا د بلخ مرکز مزارشریف کې د ملي اردو دوې ښځینه سرتیري د نا څرګندو کسانو په ډزو کې ووژل شوې.

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG