د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په ناکرار سوېل لوېديځ کې د امنيتي ځواکونو يو موټر ته څېرمه د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دا بمي چاودنه د جمعې په ورځ فبرورۍ ‍۱۰ (سلواغې ۲۱) د بلوچستان ایالت په کوهلو ولسوالۍ کې شوی ده.

له چاودنې څو ساعته وروسته، د «بلوچستان لیبریشن آرمی» په نامه د بېلتون غوښتونکو ډلې د کوهلو په ولسوالۍ کې د برید پړه په غاړه واخیسته، چې د بلوچستان ایالت له مرکز کویټې څخه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره (۱۸۰ میله) ختیځ ته پرته ده.

دغه ډله په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل شویده.

په بلوچستان ايالت کې په دې وروستيو کې تاوتريخوالى زيات شوى، چې وسله والو او بېلتون غوښتونکو ډلو د بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

بېلتون غوښتونکې ډلې له اوږدې مودې راهیسې له مرکزي حکومت څخه د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. پاکستان وايي، د اورپکو مخه یې نیولې، خو له ایران او افغانستان سره د دغه هېواد په پولو کې تاوتریخوالی دوام لري.

د لعل خان په نامه د پوليسو يو ځايي چارواکي وويل، چې د پېښې ټپيان سيمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي. د پوځ یو بیان ویلي چې وژل شوي پوځیان یو یې میجر او بل یې کپتان و او دوی "د بهرني ګواښ په وړاندې د مورنۍ خاورې په دفاع کې خپل ژوند قرباني کړ."

د پاکستان پوځ وايي، د بريد پر مهال پوځيان په عملياتو بوخت وو، خو نور جزئيات يې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG