د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیا حکومت وايي له موافقې پرته هم له اروپايي ټولنې جلا کېږو


د برتانیا حکومت اعلان کړی چې له کومې موافقې پرته هم له اروپا څخه جلا کېدو ته چمتو دي.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو بهیر "برېګزېټ" په امادګیو به ۲.۴ مېلیارده ډالر ولګوي. تراوسه پر دغه بهیر څه باندې ۱۰ میلیارده ډالر لګول شوي دي.

په یو نوي راپور کې راغلي چې که برتانیا له کومې موافقې پرته له اروپايي ټولنې څخه بېله شي، نو سیاسي او اقتصادي عواقب به یې دومدار وي.

د برتانیا د "ډوور" له سرحدي دروازې نه په ورځ کې ۱۰۰۰۰ لارۍ تېرېږي. په دغو لویو لاریو کې د موټرو پرزې، تازه میوې، څاروي او دارو درمل بار وي. یو تازه راپور ښيي چې د برېګزېټ له معاملې پرته د برېټانیا نیمايي صادرات اخلال کېږي.

د برتانیا د خزانه دارۍ وزیر ساجد جاوید وایې چې برېټانیا به په خپلو بندرونو کې "ډېرې ټرانسپورټي زیربناوې" جوړې کړې او د تجارتي امادګیو لپاره به ډېر ملاتړ را جلب کړي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې له برېګزېټ وروسته له برېټانیا سره تجارتي موافقه کوي. ټرمپ باور لري چې دواړه هېوادونه څلور-پنځه برابره زیات تجارت کولی شي.

همدارنګه د پنجشنې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره لندن ته تللی دی.

په بروکسل کې ګمان دادی چې ممکن د برېګزېټ معامله کامیابه نه شي. د اروپايي کمېسیون ویانده مینه انډریوا وایې چې د "برېګزېټ د نه کېدو لپاره د امادګۍ" په خاطر یې یو لړ اقدامات کړي دي.

برتانیا او اروپا دواړه د یوې معاملې په لټه کې دي خو داسې نه ښکاري چې په ټاکلي وخت د اکټوبر میاشتې له یودېرشمې نېتې مخکې دې دا کار وشي.

د برېټانیا حکومت: له موافقې پرته هم له اروپايي ټولنې جلا کېږو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

XS
SM
MD
LG