د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په وضعیت غونډه وکړه


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د حالاتو راپور وړاندې کړ چې په کې یې په افغانستان کې د یونانا بشري فعالیتونه په ډاګه کړل.

د امنیت شورا ته په وینا کې میرمن لاینز ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو په روان ژمي کې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې څخه په ۳۹۷ ولسوالیو کې نژدې شل میلیون خلکو سره یو څه مرستې کړي دي.

خو آغلي لاینز همداشان د امنیت شورا ته وویل چې: «... مونږ باور نلرو چې د اوسنۍ ادارې سره له کار کولو پرته وکړای شو چې د افغانانو سره رښتینې مرستې وکړو.» هغې زیاته کړې چې دا ښایي ځینو ته مشکل وي چې ومني، «خو دا ډیر مهم دي.»

دا د یوې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان د وضعیت او پدې هیواد کې د بشري کړکیچ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده.

تیره میاشت هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزونې په هدف یوه غونډه بللې وه چې غړو یې د بشري بحران په ځانګړي ډول د بشري وضعیت او د طالبانو لخوا د محدودیتونو او پخوانیو سرتیرو او ښځینه فعالانو د نیولو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د افغانستان په اړه د امینیت د شورا د نننۍ غونډې سره هممهاله، د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغانستان د ثبات او راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو له استعدادونو څخه باید ګټه پورته شي.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په تیرو څو ورځو کې یې په قطر کې د هغه هیواد له چارواکو سره د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ د اهمیت په اړه خبرې کړي دي.

اغلې امیري ویلي چې د قطر له ښځینه چارواکو سره یې د افغان د ښځو او هنرمندانو څخه د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي او هغوی یې هڅولي دي چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه په افغانستان کې د زده کړو او ودې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې ټولنې تل پر داسې مهال د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي چې تازه په کابل او ځينو ولایتونو کې د طالبانو د کور په کور تلاشیو په اړه غبرګونونه راپورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG