د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما له طالبانو د ورکو شویو ښځینه فعالانو په اړه معلومات غوښتي


د یوناما مشره د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال سره د لیدنې پرمهال
د یوناما مشره د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال سره د لیدنې پرمهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینز وايي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې په کابل کې د لادرکه شوو ښځینه فعالانو په اړه خبرې کړي دي.

د تیرو شاوخوا درې اونیو راپدېخوا په کابل ښار کې د دریو ښځینه فعالانو چې په وروستیو لاریونونو کې ګدون کړی و د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د یوناما مشره د یکشنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) ویلي چې د رئیس الوزرا مرستیال ته یې د ورکو شوو ښځینه فعالانو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما د معلوماتو په اساس د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې اړه د معلوماتو برابرولو ژمنه کړې ده. دبورا لاینز ویلي چې له افغانستان سره نړیوال ملاتړ د ټولو افغانانو حقونو ته له درناوي پرته له منځه ځي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دې اړه ویلي: "مولوي کبیر ژمنه وکړه چې په دې تړاو به معلومات برابر کړي. موږ د دې ستاینه کوو او د تازه معلوماتو په تمه یو. له افغانستان سره نړیوال ملاتړ د ټولو افغانانو حقونو ته له درناوي پرته له منځه ځي."

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت چې اوس مهال خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي د لادرکه شوو ښځینه فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د ساتل کېدو د ځای ځایګي په اړه یې معلومات غوښتي دي.

په کابل کې د هالنډ سفارت هم په یو پیغام کې په کابل کې د څلورو تنو لادرکه ښځینه فعالانو په اړه د معلوماتو غوښتنه ړې ده.

یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو په وروستیو ادعا کړې چې د مرسل عیار او زهرا محمدي په نوم دوو ښځینه فعالانو د طالبانو ضد لاریونونو کې ګډون کړی و په کابل کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي شوي دي.

د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په نوم دوې فعالانې چې د ښځو حقوقو په وروستیو لاریونونو کې ګډون کړی و د لادرکه کېدو راپوورنه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دوو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي. او د دوو نورو ښځينه فعالانو د لادرکه کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو سازمانونو د یادو مېرمنو د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانوله حکومت څخه یې په دې اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG