د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د لادرکه افغانو میرمنو د سملاسي پرېښودو غوښتنه وکړه


پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني د جنورۍ په ۱۹ په کابل کې ترې تمې شوې دي
پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني د جنورۍ په ۱۹ په کابل کې ترې تمې شوې دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په کابل کې د څلورو ورکو شویو ښځینه فعالانو د سملاسې پرېښودو غوښتنه وکړه.

د بشري‌ حقونو دا څانګه وايي لا معلومه نه ده چې دا فعالانې، چې د جنورۍ په ۱۶مه نېټه یې په کابل کې په مظاهرو کې برخه اخیستې وه، چېرې دي. دوی له طالبانو څخه په دې اړه معلومات غواړي.

د بشري حقونو د دغې څانګې یوې ویاندې لیز تروسیل نن سه شنبه فبروري اتمه (سلواغه۱۹) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: «موږ د هغوی سملاسي خوشې کېدل غواړو. موږ د ورکو شویو ښځو او د هغوی د کورنیو د غړو په اړه ډېر خواشیني‌ یو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا ډله وايي چې پروانه ابراهیم خېل، تمنا پریاني او ځینې خپلوان یې د جنورۍ په ۱۹ تښتول شوي او مرسل عیار او زهرا محمدي تېره اونۍ ترې تمې شوې دي.

دغې ویاندې وویل لا معلومه نه ده چې دا ښځې چا تښتولې دي. طالبانو هم په دې اړه بې خبري ښودلې ده او وايي‌ چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینزد طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ملاقات کې د دغو لادرکه شویو ښځینه فعالانو په اړه معلومات وغوښتل.

یوناما وايي چې مولوي عبدالکبیر په دې اړه د معلوماتو برابرولو ژمنه کړې ده. دیبورا لاینز ویلي چې له افغانستان سره نړیوال ملاتړ د ټولو افغانانو حقونو ته له درناوي پرته له منځه ځي.

د طالبانو له راتګ وروسته،‌ د دغې ډلې په ضد غږ اوچتوونکي‌ د خپل ځان او امنیت په اړه اندېښنه لري او دا اندېښنې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

طالبان وايي چې د مخکني حکومت ټولو کارکوونکو ته یې عمومي بخښنه اعلان کړې او د «اسلام په چوکاټ کې» د ښځو حقونو ته درناوی لري، خو د بشري حقونو سازمانونه او دپلوماتان د طالبانو دا خبرې تشې وعدې بولي.

XS
SM
MD
LG