د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاده هري: د طالبانو وژل راته د شطرنج د مهرو په بڼه وو؛ حقاني: هغوی انسانان وو، نه د شطرنج مهرې


د بریتانیا یو شهزاده هري چې په هلمند ولايت کې یې د طالبانو پر ضد جګړه کوله
د بریتانیا یو شهزاده هري چې په هلمند ولايت کې یې د طالبانو پر ضد جګړه کوله

د بریتانیا شهزاده هري، د "اضافي" په نوم د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې چې په رسمي توګه به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۰ خپور شي په افغانستان کې د پوځي خدمت پرمهال د طالب جنګیالیو په وژلو کې د خپل رول جزئیات په ډاګه کړي دي.

پدغه ډول افشا کولو نه یوازې د طالبانو مقاماتو نیوکې کړي، بلکې د برتانیې د پوځ یو پخواني قوماندان هم د شهزاده هري په کړنه انتقاد کړی دی.

هري په دې کتاب کې ادعا کړې چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په افغانستان کې د اپاچي هیلیکوپتر د مرستیال پیلوټ په توګه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ طالبان وژلي دي.

دغه برتانوي شهزاده ویلي، چې په دې کار نه ویاړي او نه هم شرمیږي او په ګرمه جګړې کې یې طالبانو ته د "شطرنج د مهرو په سترګه کتل چې د شطرنج له تختې څخه لرې کیږي".


شهزاده هري د یوې لسیزې لپاره د برتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړې. هغه په برتانوي پوځ کې د خپل خدمت کلونه د خپل ژوند تر ټولو خوشحاله کلونه بللي، ځکه چې په وینا یې هغه اجازه ترلاسه کړه چې عادي ژوند وکړي. هغه په ۲۰۱۵ کې، په برتانوي پاچاهۍ کې د بشپړه وخت دندې پیل کړې.

ټاکل شوې چې دا کتاب په رسمي ډول د جنورۍ په لسمه خپور شي، خو د اسوشیټیډ پریس، ګارډین ورځپاڼې او یو شمیر نورو رسنیو په ګډون ځینو رسنیو د هغه کاپي په اسپانوي ژبه خپره کړې ده.


د طالبانو یو جګپوړي غړي انس حقاني په یو ټویټ کې د هري په واسطه د طالبانو د وژلو د افشا کیدو په غبرګون کې ویلي چې د شهزاده هري له خوا وژل شوي کسان انسانان وو، نه د شطرنج مهرې.

د دې ټويټ په دوام انس حقاني دغه برتانوي شهزاده ته په خطاب کې همداشان ویلي چې "ښاغلي هري! هغه کسان چې تا وژلي انسانان وو، نه د شطرنج مهرې. کورنۍ يې درلودې او د هغوی د بېرته ستنیدو په تمه وو."

د طالبانو دغه جګپوړي چارواکي د دې ټويټ په دوام کې برتانوي شهزاده ته د کنایې په توګه ویلي چې "د افغانانو په قاتلانو کې ډېر ستا په څیر نجابت نلري چې خپل وجدان ښکاره کړي او په خپلو جنګي جنايتونو اعتراف وکړي. واقعیت هغه څه دي چې تا ويلي دي. زموږ بې ګناه خلک ستا د عسکرو، پوځي او سیاسي مشرانو لپاره د شطرنج مهرې وې."

حقاني په ضمني توګه د بشري حقونو پر سازمانونو او د جرمونو پر نړیوالې محکمې (ICC) نیوکې کړې دي.

هغه وويل: "د جرمونو د نړيوالې محکمې څخه زه دا تمه نه لرم چې تاسو احضار کړي او یا د بشري حقونو فعالين تاسو وغندي، ځکه چې هغوى ستاسو په برخه کې کاڼه او ړانده دي. خو هيله لرم چې دا جنايتونه به د بشريت په تاريخ کې په يادګار پاته شي."

د شهزاده هري له وینا څخه په الهام هغه شطرنج د تورې او سپینې تختې په لوبې تشبیه کړی او ویلي یې دي چې "تاسو پدې توره او سپینه لوبه کې ماتې وخوړه."

په ورته وخت کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د "هري په نوم د یو برتانوي شهزاده وروستی اعتراف چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال په فجیعه توګه زموږ ۲۵ تنه هېوادوال وژلي وو، ښيي چې دا جنایتونه یوازې په هري پورې منحصر نه دي. بلکې هر اشغالګر هیواد زموږ په هیواد کې د ورته جنایتونو تاریخ لري."

کریمي زیاته کړه: «له بده مرغه غربي نړۍ چې ځان د بشر او بشري حقونو مدافع او مخکښ ګڼي، په عمل کې دا ډول اخلاق نه لري. د یو آزاد مسلمان ملت په توګه به افغانان هیڅکله هم د یرغلګرو دغه جنایتونه هیر نکړي او د خپل دین او هیواد څخه د ژغورنې روحیه به تل ژوندی ساتي.»

د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړيوال ايتلاف پر مهال د برتانيې د پوځي ځواکونو يوه برخه، چې شمېر يې څه دپاسه لسو زرو سرتېرو ته رسېده، په هلمند ولايت کې مېشت وو او شهزاده هري هم په دغه ولايت کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.

XS
SM
MD
LG