د لاس رسي وړ اتصالات

بريتانيا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ادعاوو په اړه پلټنه پيلوي


د بريتانيا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) اعلان وکړ چې په افغانستان کې يوه لسيزه وړاندې د بریتانوي پوځيانو له خوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه خپلواکه پلټنه پیلوي.

د بي بي سي یوې څېړنې څو میاشتې مخکې ادعا وکړه چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) په افغانستان کې له شک څخه په ډکو حالاتو کې په لسګونو ملکي افغانان وژلي او ددغو ځواکونو قومندانانو ددې وژنو په اړه راپورونه پټ ساتلي.

د څېړنې په راپور کې چې د جولای په میاشت کې خپور شو ویل شوي وو چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو یوې قطعې ښايي په هلمند ولایت کې ۵۴ کسان په غیر قانوني ډول د خپلو شپنیو عملیاتو په مهال وژلي وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس، دا نوې پلټنه به د راتلونکي کال په پیل کې د لوړپوړي قاضي چارلس هاډون کیو په مشرۍ پیل شي او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د غیرقانوني کړنو په اړه به څېړنه کوي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، ګومارل شوې پلټونکي به د ځواکونو د چلند په اړه راپورته شویو اندېښنو ته د دفاع وزارت غبرګون څيړي او دا چې په راتلونکي کې ورڅخه څه زده کړه کېدای شي.

د بریتانیې د دفاع وزیر بن والیس وویل چې وزارت یې د جدي سرغړونو په اړه په وروستیو کلونو کې "یو لړ بدلونونه" عملي کړي دي چې پکې کې د دفاع وزارت د جدي جرمونو د څانګې جوړېدل هم شامل دي.

د بي بي سي څېړنې ویلي چې د هلمند په ولایت کې د ۲۰۱۰ د نومبر او د ۲۰۱۱ د مۍ میاشتو تر منځ وژل شوي ۵۴ کسان یې تشخیص کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د هغه مهال قومندان مارک کارلټن سمیت په ګډون د بریتانیا لوړ پوړي قومندانان له دې موضوع څخه خبر وو خو په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور نه دی ورکړی.

د بریتانیا د قوانینو له مخې، که د پوځ کوم افسر په خپلو لیکو کې داسې پېښه وویني چې د جنګي جنایت شک پرې کیږي او په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور ورنکړي نو دا پخپله جنګي جنایت ګڼل کیږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د چلند په اړه په پخوانیو پلټنو کې داسې کافي شواهد ندي موندل شي چې دغه ځواکونه تورن کړي.

اتو افغان کورنیو چې عزیزان یې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ په افغانستان کې وژل شوي، د بریتانیا د دفاع وزارت په دې اعلان خوښي ښودلې.

ددغو کورنیو غړو په لندن کې د خپل مدافع وکیل له لارې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "زموږ کورنیو ۱۰ کاله انتظار کړی چې ددې [وژنو] علت ورته څرګند شي. موږ خوښ یو چې بلاخره له ډیرو کلونو وروسته په دې اړه پلټنې کیږي. موږ تمه لرو چې پدې کار کې د لتاړو خلکو څخه یوه ورځ پوښتنه وشي."

XS
SM
MD
LG