د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانیې د دفاع وزیر د ځورنو د تورونو وروسته استعفی وکړه


د برتانیې د دفاع وزیر مایکل فیلن د چارشنبې په ورځ ( نومبر ١) د ځورنو د تورونو نه وروسته استعفی کړیده.

فیلن چې د برتانیې صدراعظمې ته یې د استعفی لیک استولی، لیکلي چې پوځ چې کوم سټینډرډ لري د هغې نه یې ټیټ عمل کړیدی.

اغلې می د هغه استعفی منلې ده او ویلي یې دي چې هغه د فلین د دغې دندې د مقام د درناوې ساتلو په خاط‏ر چې کوم کار وکړ د هغه قدر کوي.

د جنسي ځورنو او د ځورنو په ضد په ټولنیزو رسنیو دغه مبارزه د هغې نه وروسته شروع شوه چې د هالي ووډ د مشهور فلم جوړونکي هاروي وائنسټاین په هکله لسگونو ښځو شکایتونه وکړل چې د خپل نفوذ نه یې گټه پورته کوله او هغوي یې په جنسي توگه ځورلي دي حتی ځینو په هغه تور ولگاوه چې په هغوي یې جنسي تیري کړي.

په برتانیې کې هم په زرگونو تنه ښځې پولیسو ته د جنسي ځورونې پیښې رپورټ کوي.

د برتانیې صدراعظمی ټریسا می په دغه موضوع د خبرو لپاره د گوند د غړو یوه غونډه رابللي ده.

فیلن په ٢٠٠٢ کال کې د یوې خبریالې هاټلي بریور سره نامناسبه چلند کړی و خو هغه وخت ترینه تحقیقات نه وو شوي.

خبریالې بریور د هغه د استعفی وویل چې هغه د فیلن د استعفی خبر حیرانه کړیده خو باور نلري چې د ٢٠٠٢ کال د پیښې په وجې هغه استعفی کړي وي. هغې وویل چې نور هم داسې کارونه به یې کړي وي.

XS
SM
MD
LG