د لاس رسي وړ اتصالات

په بریتانیا د کروناویروس ضد واکسین پراخ تطبیق پیل شو


بریتانیا د سه شنبې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) په هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین پراخ او سرتاسري تطبیق پیل کړ چې اوسني عصر د تدارکاتو ستر ازمون بلل کیږي.

په بریتانیا کې روغتیایي کارکوونکو د فایزر او بیو ان تک شرکت تولید کړی واکسین لومړی هغو کسانو ته تطبیق کوي چې د زیات خطر سره مخامخ دي او په کې د ډیر عمر لرونکي کسان او پخپله روغتیایي کارکوونکي شامل دي.

بریتانوۍ میرمن مارګارت کینان، چې ټاکل شوی په همدې اونۍ کې ۹۱ کلنه شي او د زړو کسانو د ساتنې په مرکز کې اوسیږي لومړنی کس و چې دغه واکسین ورته د کاتونتري ښار په یو روغتون کې تطبیق شو.

په بریتانیا د کروناویروس ضد واکسین پراخ تطبیق
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

میرمن کینان وویل: "دا د کلیزې ډیره ښه ډالۍ ده چې کولای شم هیله یې وکړم. ځکه بالاخره کولای شم هیله منه ووسم چې د نوي کال په پیل کې د خپلې کورنۍ او دوستانو سره وخت تیر کړم. ځکه د سږکال زیاته موده مې ځانته تیره کړې ده."

د کروناویروس ضد څو واکسینونو نتیجې د هغې جملې نه د امریکا د مودرنا شرکت واکسین د هیلو څرکی رامنځ ته کړی چې په نړۍ کې د کروناویروس د وبا د پراخیدو مخنیوی وشي. د سه شنبې تر سهاره په نړۍ کې نژدي ۶۸ میلیون کسان پدې ویروس اخته شوي او ۱.۵۵ میلیون تنه مړه شوي دي.

له دې سره سره د کوویډ۱۹ اکثر واکسینونه باید دوه ځلې او هغه هم د دریو اونیو په فاصله کې تطبیق شي او همداشان څرګنده نده چې ایا کتله یي او پراخ معافیت به د کروناویروس د خپریدو مخنیوی وکړي او که نه.

د بریتانیا صدراعظم د کروناویروس ضد واکسین په پیل کیدو باندې په خوښۍ وویل: "په تدریج سره به ډیر ستر توپیر رامنځ ته شي. خو ټینګار کوم چې په تدریج سره، ځکه تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسیدلي. تر اوسه مو دغه ویروس ته ماتې نده ورکړې".

د بریتانیا د روغتیا وزیر مت هنکاک، وویل چې تمه ده په میلیونونو کسان په ځانګړې توګه د خطر سره مخامخ کسان د روان کال تر پایه په دې هبواد کې واکسین شي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم باید خلک روغتیایي مقررات او د هغې جملې نه فزیکي واټن مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG