د لاس رسي وړ اتصالات

هند په فبرورۍ کې د کرونا ضد واکسین تطبیق پیل کوي 


د هند د حکومت یو مقام ویلي چې د حکومت په ملاتړ د کروناویروس ضد جوړ شوی واکسین به ښایي د فبرورۍ په میاشت کې تطبیق کولو ته تیار وي.

د هند د حکومت دغه لوړپوړي ساینس پوه د رویترز اژانس ته ویلي چې دغه واکسین به د مخکني اټکل څخه څو میاشتې دمخه ګټه اخیستنې ته چمتو شي او د څیړنو له مخې دا واکسین تر نورو مصون او ګټور دی.

بهارت بیوتیک چې یو خصوصي شرکت دی د هند د حکومت د درملو د څیړنې د شورا په مرسته د کروناویروس ضد واکسین تولیدوي. دغه شرکت دمخه ویلي وو چې ښایي واکسین د راتلونکي کال په دوهمو دریو میاشتو کې تیار شي.

دا پداسې حال کې دی چې په هند کې د نن پنجشنبې نومبر پنځمې پورې څه دپاسه ۸.۳ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او ۱۲۴۳۱۵ کسان پدې وجه مړه شوي دي. هند اوس د امریکا د متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد دی چې ډیر کسان په کې په کرونا وبا اخته شوي دي.

له بلې خوا د بریتانیا د استرا ژنیکا کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر پنځمه وویل چې د واکسین د سپارلو چارې یې شاته اچولي دي ځکه دوی د کلینیکي ازموینو نتیجو شمیرو ته انتظار باسي.

د استرا ژینکا کمپنۍ او د اکسفورډ پوهنتون چې پدغه پروژه کې شریک دي وایي د واکسین د ازمویلو د وروستي پړاو ارقام به په همدې کال کې ترلاسه شي، که بریالي وو نو دوی به په څومره هیوادونو کې چې ممکن وي د واکسین د بیړني تولید اجازه ورکړي.

څو میاشتې مخکې د استرا ژنیکا کمپنۍ موافقه کړې وه چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه په میلیونونو دوز واکسین د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د نړیوالو سازمانونو له لارې فقیرو هیوادونو ته ورکړي.

نور هغه واکسینونه چې د ازمیښت په وروستي پړاو کې دي د مودرنا، فایزر، بیوتک، او جانسن او جانسن د شرکتونو دي.

XS
SM
MD
LG