د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمیټې رئیس د افغانستان په اړه د جنجالي څرګندونو وروسته استعفی وکړه


توبیاس الوود
توبیاس الوود

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې ددغه هیواد د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس توبیاس ایلوود د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلو جنجالي څرګندونو وروسته له خپلې دندې استعفی کړې ده.

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټي رئیس تبیاس ایلوود چې ددغه هیواد د محافظه کار ګوند غړی دی د اګست میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و.

هغه د اګسټ د میاشتې په دوییمه نیمايي کې د بریتانیا د تلګراف ورځپاڼې ته په یوې مقالې کې له خپل هېواد څخه غوښتي و، چې له طالبانو سره دې خبرې او تعامل وکړي او په کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

هغه لیکلي و، چې دا خبرې یې باید طالبانو ته د امتیاز ورکولو په معنی ونه ګڼل شي، ځکه چې د توبیاس ایلوود په وینا ۲۰ کاله مخکې اسلامي افراطیانو یې ورور وژلی و.

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس افغانستان ته خپل سفر ته په اشارې په خپله مقاله کې لیکلي و، چې له "جګړې څخه دا ستړی هېواد" ارامتیا ته ضرورت لري. ایلوود په دغه مقاله کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیت، ازاد تګ راتګ او په لویه کچه د فساد ختمېدل په دغه هیواد کې د لویو پرمختګونو په توګه یاد کړي وو.

هغه ویلي، اوس چې په افغانستان کې کومه ارامي ده، له ۱۹۷۰ کلونو راپدیخوا دا هېواد داسې ارامي نه وه لیدلې. د توبیاس ایلوود دا څرګندونې نه یوازې د بریتانیا د پارلمان په دننه کې د سختو نیوکو سره مخ شوې، بلکې د یو شمیر افغانانو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړو ادارو د نیوکو سره هم مخ شوې وې.

ددغو نیوکو وروسته هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د افغانستان هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هیلوټرست ماین پاکونۍ بریتانوي غیر دولتي موسسې د ماین د پاکولو د یوې سیمې څخه د لیدنې او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو په باب یوه لنډه ويډیو هم خپره کړې وه، چې د بریتانیا د پارلمان د ځینو غړو او د بشري حقونو د ملاتړو له خوا د پراخه انتقادونو وروسته یې له خپلې پاڼې دا ویډیو لیرې کړه او ویې ویل چې څرګندونې یې سمې نه وې.

د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې ښاغلی ایلوود په پارلمان کې د نه باور د رایې د ګواښ سره هم مخ و، خو مخکې له هغې، چې پارلمان ورڅخه د باور رایه بیرته واخلي له خپلې دندې استعفی وکړه. هغه په پارلمان کې د بریتانیا د ختیځ بورنموت د سیمې استازیتوب کوه.

طاالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته د څه باندې دوو کلنو په موده کې تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

همداشان له یو څو محدودو هېوادونو پرته اکثریت هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي دي.

خو د روسیې او چین په ګډون د ددغه هیواد ګاونډیو او د سیمې ځینو هیوادونو او اروپايي ټولنې کابل کې خپل دفترونه پرانیستي دي او هم طالبانو د چین او روسیې په ګډون د سیمې او ځینو نورو هیوادونو ته خپل دپلوماتان استولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG