د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولاس کې: د طالبانو حکومت بې‌ثباته دی او ښايي سقوط وکړي


نیکولاس کې، افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی
نیکولاس کې، افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی

د افغانستان لپاره د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې وايي د طالبانو د تیرو دوو کلونو واکمنۍ داسې شکونه رامنځته کړي چې کیدای شي حکومت یې سقوط وکړي.

له امریکا غږ سره په مرکه کې ښاغلي کې وویل، طالبان تراوسه ندي توانېدلي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، په نړیواله کچه منزوي شوي او ددې ښکارندويي کوي چې "دا یو متزلزل او بې ثباته حکومت دی سقوط به وکړي او یو بل ګډوډ بدلون به رامنځ ته شي."

نیکولاس کې زیاته کړه چې نړیوال د سپتمر ۱۱ د بریدونو په څېر د نورو بریدونو زغم نلري او له همدې کبله اندېښمن دي چې طالبانو تراوسه له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي.

هغه وايي: "طالبانو دا ښودلې ده چې نه غواړي د القاعده سره اړیکې پرې کړي. دوی په سېمه کې له نورو ډلو سره چې فعالیت کوي هم خطرناکې اړیکې لري. زه په دې باور نه لرم چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې دې څوک پر طالبانو د متحد په توګه باور وکړي."

دی وايي طالبانو د افغانانو حقونو ندي خوندي کړي او د هیواد نیمايي وګړي چې میرمنې او نجونې دي، له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او تبعیضي چلند ورسره کیږي.

هغه وايي: " لیدلی نشم چې ولې تراوسه پورې دا کړنې د بشريت ضد جنایت نه شمېرل کیږي. زه په دې باور یم چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې برخه کې څیړنې وکړي."

نیکولاس کې وايي، د دوه کاله مخکې په پرتله د زیات شمېر افغانانو وضعیت خراب شوی او له همدې کبله لازمه بولي چې نړیواله ټولنه د عامو افغانانو دپاره په افغانستان کې استازولي ولري.

هغه وايي: "زما په نظر دا ددې لپاره نه چې له طالبانو سره خبرې وکړي. دا ددې لپاره چې موږ باید له عامو افغانانو سره خبرې وکړو."

له نیکولاس کې سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG