د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا شهزاده: یو شمېر بریتانوي سرتیري په افغانستان کې له جګړې سره موافق نه وو


د بریتانیا شهزاده هري ویلي چې یو شمېر بریتانوي سرتیرو [لزوماً] په افغانستان کې د دغه هیواد د نظامي هڅو ملاتړ نه کاوه.

شهزاده هري له لیکوال او معالج ډاکتر «ګبور ماتې» سره په بحث کې چې په مستقیمه توګه خپریده افغانستان ته د خپلو نظامي سفرونو په اړه ویلي چې د افغانستان د جګړې پرمهال لوېدیځ له دوی سره همغږی نه و.

هغه وویل: "یو له دلیلونو چې د بریتانیا زیاتو خلکو زموږ له سرتیرو څخه ملاتړ نکوي دا و چې هغوی فکر کوي چې ټول وګړي د جګړې [کولو] لپاره خدمت کوي."

شهزاده هري وویل: "په دې اساس زموږ څخه زیات شمېر کسان و چې لزوماً موافق یا مخالف نه و، خو تاسو هغه کار کوئ چې د تر سره کولو لپاره مو زده کړې وې. هغه کار چې د تر سره کېدو لپاره یې استول شوي یاست."

د بریتانیا شهزاده هري، د "اضافي" په نوم د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې ادعا کړې چې په ۲۰۱۲ کال کې یې په افغانستان کې د اپاچي هیلیکوپتر د مرستیال پیلوټ په توګه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ طالبان وژلي دي.

دغه برتانوي شهزاده ویلي، چې په دې کار نه ویاړي او نه هم شرمیږي او په ګرمه جګړې کې یې طالبانو ته د "شطرنج د مهرو په سترګه کتل چې د شطرنج له تختې څخه لرې کیږي".

پدغه ډول افشا کولو نه یوازې د طالبانو مقاماتو نیوکې کړي، بلکې د بریتانیا د پوځ یو پخواني قوماندان هم د شهزاده هري په کړنه انتقاد کړی دی.

د بریتانیا تقاعد شویو نظامیانو د هري پر دغه څرګندونو انتقاد کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې دغه ادعاوي کولای شي د هغه شخصي امنیت په خطر کې واچوي.

شهزاده هري د یوې لسیزې لپاره د بریتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړې. هغه په بریتانوي پوځ کې د خپل خدمت کلونه د خپل ژوند تر ټولو خوشحاله کلونه بللي، ځکه چې په وینا یې هغه اجازه ترلاسه کړه چې عادي ژوند وکړي.

بریتانیا د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف کې په افغانستان کې څه باندې ۱۰زره سرتیري لرل چې د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې مېشت وو. شهزاد هري هم د طالبانو پر ضد جګړې لپاره د هلمند ولایت ته تللی و.

XS
SM
MD
LG